د اندراګاندي روغتون چارواکو د سونګ توکو د نشتون له امله د دغه روغتون ۱۰۰ ونې پرې کړې دي او د پخلي لپاره یې ترې کار اخیستی دی.
د دغه روغتون سرطبیب وايي چې څه باندې درې میاشتې کېږي چې د ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوړو د چمتووالي په برخه کې د سونګ توکو له کمښت سره مخ دي.
پخواني حکومت له پرځېدو او د نړيوالو مرستو له بندېدو وروسته دغه روغتون هم د افغانستان د ډېریو دولتي روغتونونو په څېر د مالي بودیجې له کموالي سره مخ دی، ان تر دې چې اوس مهال یې کارګران اړ شوي دي چې د دغه روغتون د زرغون چاپېریال ونې ووهي او د روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو لپاره یې د خوړو د پخلي لپاره یې وکاروي.
د اندراګاندي روغتون سرطبیب محمد لطیف باهر وايي:«د حکومت له پرځېدو او د نړۍوالو مرستو له کمېدو وروسته، درې میاشتې کېږي چې موږ د سونګ توکو له کښمت او ستونزو سره مخ یوو او د ناچارۍ له امله موږ د دغه روغتون ونې د ناروغانو او روغتیايي پرسونل د خوړو د چمتووالي لپاره استفاده کړې.»
بل خوا د اندراګاندي د ماشومانو د روغتون مسوولان وایي چې یوې بهرنۍ موسسې د یوې میاشتې لپاره د دغه روغتون د سونګ توکو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی که چېرې دغه لنډمهاله مرسته ونه غځېږي، دوی به بېرته اړ شي چې ونې ووهي او د خونو د ګرمولو او د خوړو د برابرولو لپاره ترې کار واخلي.
د اندراګاندي روغتون د خوړنځي مسوول په دې هکله وايي:«یوې بهرنۍ موسسې زموږ لپاره وازې د یوې میاشتې د سونګ توکي چمتو کړي دي، خو که چېرې موږ ته د سونګ توکي را ونه رسېږي، او د دغو توکو له خلاصېدو وروسته بیا هم موږ د روغتون د چاپېریال د ونو پرې کولو ته اړ کېږو او د پخلي لپاره ترې کار اخلو.»
د ناروغانو خورا ګڼه ګوڼه، د بسترونو کموالی، د لومړنیو درملو نشتوالی، د روغتیا په برخه کې د مرستو کمېدل، د روغتیا د برخې د کارکوونکو د معاشونو نه ورکول کېدل او د روغتیایي تجهیزاتو نشتوالی هغه موردونه دي چې ناروغانو ته یې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.
د اندراګاندي روغتون ډاکټره روینا وايي:«کابو درې میاشتې کېږي چې موږ معاش نه دی اخیستی او په دغو ستونزمنو شرایطو کې له ډېرو ستونزو سره مخ یوو. د مناسبو خوړو نشتون او د روغتیايي تجهیزاتو نشتون له نورو موردونو دي چې زموږ کارونه یې ستونزمن کړي دي.»
د اندراګاندي روغتون د روغتیاپالنې مدیر نجیب کوچی هم څرګندوي:«د پرسونل په برخه کې موږ له ډېر کمښت سره مخ یوو او اړتیا ده چې د دوه ماشومانو لپاره یو روغتیاپال وي ځکه چې د مراقبتونو په برخه کې جدي اړتیا ده چې د ډاکټرانو او روغتیاپالانو شمېر زیات وي.»
د نړۍوالو مرستو بندېدو د روغتیا برخه هم د نورو برخو په څېر سخته زیانمنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه