Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنټاګون: افغانستان کې به له ترهګرۍ سره مبارزه دوام ولري

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین په بحرین کې په یوې ناسته کې ویلي دي که څه هم امریکا له افغانستانه وتلې ده، خو له ترهګرۍ سره مبارزه که هغه القاعده وي او که داعش همکارۍ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته د امریکا وروستی سرتیری د روان کال د وږي پر اتمه له افغانستانه ووت.

اوس له یادې نېټې د شاوخوا درېیو میاشتو په تېرېدو سره د امریکا دفاع وزیر په بحرین کې په یوې امنیتي غونډه کې وویل چې، هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

لویډ اسټین وویل:«موږ باید په افغانستان کې د القاعدې په ګډون د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ګډه کار وکړو. داعش هم د سیمې د امنیت لپاره یو ګواښ دی. سره له دې چې، دغه ډله به په عراق او سوریه کې بېرته سر راپورته نه شي کړای؛ خو موږ به د دغې ډلې د له منځه وړلو په برخه کې په ګډه کار وکړو.»

نوموړی په اوسنیو شرایطو کې د کابل او واشنګټن د اړیکو په اړه وړاندوینه سخته ګڼي:«موږ په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت ته اندېښمن يوو او د دغه هېواد له حکومت سره زموږ اړیکې لا هم روښانه نه دي او ډېره سخته ده چې، ووایم، له دغه هېواد سره به زموږ اړیکې څنګه وي. خو موږ له دغه هېواده د امریکاييانو چې غواړي ووځي وېستلو ته ژمن یوو.»

له بل لوري اسلامي امارت چې، له افغانستانه د امریکا وتل د هغه هېواد ماته ګڼي وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د هېڅ هېواد همکارۍ ته اړتیا نه لري.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي څرګندوي:«اوس مهال په افغانستان کې هېڅ پردی حضور نه لري او موږ په هېڅ پلمه په هېواد کې د هېڅ بهرني هېواد حضور ته اجازه نه ورکوو.»

سره له دې چې، کابل تل له واشنګټن سره د ډيپلوماټيکو اړیکو د ښه والي غوښتنه کړې؛ خو ولې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د یاد هېواد همکاري نه غواړي؟

د سیاسي چارو کارپوه عبدالحق حماد وویل:«حقیقت دا دی چې دغه هېوادونه د افغانستان په هکله ریښتني نه وو او ټول د خپلو ګټو په پار په افغانستان کې حضور درلود او کار یې کاوه.»

تر دې مخکې یو شمېر امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستل نامسوولانه بللي وو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د ترهګرۍ پر ضد مبارزه بلل شوې وه، بې پایلې ګڼي.

اسلامي امارت چې، له افغانستانه د امریکا وتل د هغه هېواد ماته ګڼي وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د هېڅ هېواد همکارۍ ته اړتیا نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه