Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د شتمنیو پر ازادولو د اسلامي امارت پرله پسې ټينګار

د امریکا کانګرس ته د لیک استولو په تعقیب، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو پر ازادولو ټينګار کړی دی.

امیرخان متقي د CRI له رسنۍ سره په مرکه کې یوځل بیا ټینګار کړی چې امریکا باید د هېواد نږدې نهه مېلیارد ډالره کنګل شوې پيسې ژر تر ژره آزادې کړې.
 
نوموړي څرګنده کړې:«ډېر ژر باید پیسې ازادې شي. امریکا له موږ سره کوم پوځي مخالفت نه لري، هغه پیسې چې هغوی بندې کړې دي، په څو دلیلونو یې بندې کړې دي، دا پیسې په مجاهدینو پورې هم اړه نه لري، بلکې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري.»

نوموړی چې د امریکا او اسلامي امارت د جګړې د پای ته رسېدو خبره کوي، وایي د دوحې د موافقې له مخې دواړه لوري سولې ته رسېدلي دي او د افغانستان د پیسو کنګلېدل کوم منطق نه لري.
 
ښاغلي متقي څرګنده کړه:«امریکا زموږ پیسې کنګل کړې دي، خو وايي چې له تاسو سره بشري مرستې کوو، دا څه مانا ورکوي، دا د دې په مانا دی چې ویاله بنده کړي او ووايي چې ستاسو بڼ ته په ګیلاس اوبه ورکوو.»

باورونه دادي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادېدل د خلکو د ژوندانه پر بشري وضعیت مستقیم اغېز لري.

بلخوا د چارو ځينې شنوونکي هم وايي چې د پیسو له کنګل پاتې کېدو سره تر ډېره خلک زیانمن شوي دي او امریکا له دې زیات باید د اقتصادي پلوه د افغانستان پر خلکو فشار راوړي.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال تاجور کاکړ په دې هکله وايي:«ژمی د رارسېدو پ حال کې دی، خلک په ډېر خراب وضعیت کې دي. ډېری تر خیمې لاندې دي، ماشومان په داسې حال کې دي چې باید نه وای، هېوادونه باید د افغانستان د خلکو په فکر کې وي.»

پرون د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په یوه ټویټ کې ویلي و چې په افغانستان کې بشري ناورین د مخکني حکومت تر پرځېدو مخکې و او د امریکا کانګرس ته د اسلامي امارت په لیک کې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او بشري ناورین لاملونه ناسم تعبیر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه