Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین افغانستان لپاره ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته راروانه کړې

چین به له افغانستان سره د بشرپاله مرستو په لړ کې یوه اندازه اوړه، وریژې او ژمني وسایل د وسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته راورسوي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست وايي، د چین دغه ۱۰۰۰ ټنه بشرپاله مرستې به په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله پر اړمنو کورنیو وویشل شي او دغه مرستې به په راتلونکو ورځو کې بلخ ولایت ته ورسول شي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست غلام غوث ناصري وايي: "د چین سفارت چارواکي موږ سره اړیکه کې وو او دا مرسته یې موږ سره کړې. ډېر ژر به ۱۰۰۰ بشري مرسته راورسېږي. "
په ورته وخت کې چینايي رسنیو ویلي، د دغه هېواد د خوړو او د نورو وسایلو کتار د شنبې په ورځ له سین کیانګه د افغانستان پر لوري خوځېدلی او تر ۱۲ ورځو به بلخ ولایت ته ورسېږي.

د لوېدیځ ارومچي د اوسپنې پټلۍ شرکت مرستیال مشر بانګ هونګټاو ویلي: "موږ په کافي اندازه پرسونل تیار کړي څو ډاډه شو چې، ټول بار په ۳ ساعتونو کې بارېږي او دغه مرستې به په ډېر کم وخت کې افغان ولس ته ورسول شي. "

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چین همداراز ژمنه کړې چې، له افغانستان سره د سوداګریزو چارو د راکړې ورکړې کچه هم زیاته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند ویلي: "چین له هغو هېوادو څخه دی، چې افغانستان سره یې همېشه کومکونه کړي دي. که دا مرستې راورسېږي د افغانستان خلکو سره به کومک وي، حیرتان پورې به رارسېږي. "

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، چین له دوو کلونو راهیسې له افغانستان سره د شاوخوا ۵ زره ټنه خوراکي او نورو موادو مرسته کړې چې په وینا یې دغسې بشري مرستې به نورې هم کوي.
 
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې دې ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته کې خوراکي او نور مواد دي چې ټول هېواد کې به پر اړمنو ووېشل شي.

شریک یي کړئ