Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د ویزې د نه ورکړې له امله د زده کړیالانو لاریون

ځينو افغان زده کړیالانو د پاکستان د ویزې د نه ترلاسه کولو له امله په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته په لاریون لاس پورې کړ.

دغه لاریونوال وايي د دې سربېره چې د پاکستان د پوهنتونونو تحصیلي بورسیې په واک کې لري، خو تراوسه په دې نه دي توانېدلي چې د دغه هېواد ویزه ترلاسه کړي.

دغه زده کړیالان د یوه شپږماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره د پاکستان له حکومته غواړي چې پر ستونزو یې غور وکړي.
    
محصل جهان زیب وزیری وايي:«موږ د پاکستان له اړوندو بنسټونو غوداړو چې په دغې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.»

دوی وایي شپږ اوونۍ کېږي چې درسونه یې پېل شوي دي، خو  تر اوسه  نه دي توانېدلي چې خپلو درسونو ته حاضر شي.

زده کړیال میلاد احمد وویل:«څلوېښت ورځې کېږي چې درسونه مو پيل شوي دي، او موږ کابو ۱۵۰ زده کړیالان یوو. زموږ ټول کارونه بشپړ شوي دي، خو څوک زموږ د ویزې ستونزې ته رسېدنه نه کوي.»
  
بل محصل محمد عالم هم زیاتوي:«ژر تر ژره دې موږ ته ویزې راکړي ترڅو موږ خپلو زده کړو ته ورسېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو شمېر هغو محصلانو چې په هند کې زده کړې کوي، هم د هند د سفارت له لوري د  تحصیلي وېزې له نه ورکولو شکایت درلود.
 
یو شمېر محصلان چې د پاکستان د علامه اقبال لاهوري پوهنتون ته د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو لپاره بریالي شوي دي، د پاکستان سفارت له نه همکارۍ او د وېزې له نه ورکول کېدو شکایت لري.

تصویر بندانگشتی

ځينو افغان زده کړیالانو د پاکستان د ویزې د نه ترلاسه کولو له امله په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته په لاریون لاس پورې کړ.

دغه لاریونوال وايي د دې سربېره چې د پاکستان د پوهنتونونو تحصیلي بورسیې په واک کې لري، خو تراوسه په دې نه دي توانېدلي چې د دغه هېواد ویزه ترلاسه کړي.

دغه زده کړیالان د یوه شپږماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره د پاکستان له حکومته غواړي چې پر ستونزو یې غور وکړي.
    
محصل جهان زیب وزیری وايي:«موږ د پاکستان له اړوندو بنسټونو غوداړو چې په دغې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.»

دوی وایي شپږ اوونۍ کېږي چې درسونه یې پېل شوي دي، خو  تر اوسه  نه دي توانېدلي چې خپلو درسونو ته حاضر شي.

زده کړیال میلاد احمد وویل:«څلوېښت ورځې کېږي چې درسونه مو پيل شوي دي، او موږ کابو ۱۵۰ زده کړیالان یوو. زموږ ټول کارونه بشپړ شوي دي، خو څوک زموږ د ویزې ستونزې ته رسېدنه نه کوي.»
  
بل محصل محمد عالم هم زیاتوي:«ژر تر ژره دې موږ ته ویزې راکړي ترڅو موږ خپلو زده کړو ته ورسېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو شمېر هغو محصلانو چې په هند کې زده کړې کوي، هم د هند د سفارت له لوري د  تحصیلي وېزې له نه ورکولو شکایت درلود.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه