Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د داعش ډلې درې مشران تور لیسټ ته واچول

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه د لیندۍ په لومړۍ نېټه) د داعش خراسان ډلې درې مشران تور لیسټ ته واچول او پر یو بل کس چې د مالي چارو برابروونکی یاد شوی، بندیزونه ولګول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، دا پريکړه یې د دې لپاره کړې چې افغانستان بیا د نړۍوالۍ ترهګرې په خوندي ځای بدل نه‌شي.

د دې بیان پر بنسټ، د داعش ډلې درې مهم غړي نړۍوال ترهګر یاد کړي او تور لیسټ ته یې اچولي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیان کې راغلي، چې د داعش خراسان ډلې اوسنی مشر هم تور لیسټ ته اچول شوی دی.

ثناء الله غفاري، چې په شهاب المهاجر مشهور دی د ۲۰۲۰ کال جون کې د داعش ډلې خراسان څانګې مشر ګومارل شوی دی.

سلطان عزیز عزام د داعش خراسان څانګې ویاند هم تور لیسټ ته اچول شوی دی او مولوي رجب چې د داعش ډلې د کابل مسوول دی هم په تور لیسټ کې راغلی دی.

د امریکا بهرنیو چاو وزارت بیان کې راغلي: "رجب د داعش ډلې بریدونه او عملیات طرحه کوي او د داعش د هغو ګروپونو مشري کوي چې کابل کې بریدونه کوي. "

پر دې سربېره عصمت الله خلوزی له داعش ډلې د مالي ملاتړ له کبله تحریم شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیان کې راغلي: "خلوزی په ترکیه کې سوداګري کوي او د داعش ډلې لپاره پیسې برابروي. دی په متحده عربي اماراتو کې هم مالي سرچینې لري، چې د داعش خراسان څانګه ترې ګټله اخلي. "

امریکا د داعش ډلې خراسان څانګې درې اصلي غړي تور لسټ ته اچولي او د مالي چارو یو برابروونکی یې تحریم کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه