Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو سلمه ورځ

نن سې شنبې (د لیندۍ دویمه) د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له سلمې ورځې سره سمون لري.

د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه مخکني ولسمشر هېواد پرښود او د اسلامي امارت ځواکونه ارګ ته دننه شول او واک یې تر لاسه کړ.

که څه هم تمه کېده چې واک نوي حکومت ته د یوه سیاسي تفاهم په پایله کې وسپارل شي، خو د اسلامي امارت د چارواکو په وینا له هېواده د اشرف غني له وتلو وروسته او په یوه داسې وضعیت چې د وړاندوینې نه وو دا هر څه رامنځته شول.

د روان لمریز کال د زمري څلرویشتمه، دا هغه ورځ ده چې له کابل او پنجشیر پرته د طالبانو لاسته د افغانستان د ۳۲ ولایتونو د لوېدو خبر خپور شوی دی.

په داسې حال کې چې اندېښنې په زیاتېدو دي، د همدې ورځې په ماسپښين د اشرف غني د تېښتې خبر هم رسنیز کېږي او  ډار او وېره لاپسې زیاتېږي.
            
د یکشنبې ورځې له غرمې وروسته اسلامي امارت هم خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې کابل ته دې نه ننوځي. اوس کابل د واک له تشې سره مخ دی. دا وضعیت د همدې ورځې تر ماسپښین پورې دوام لري تر دې چې د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته راننوتل او خلک یې آرامۍ ته راوبلل.
                
خو دا د کار پای نه دی، هرڅوک په دې هڅه کې دي چې ځان د کابل هوایي ډګر ته ورسوي او له هېواده ووځي.

هوایي ډزې هم اوس د خلک د لېرې کولو لپاره کارنده نه دي.

په یوې ویډیو کې لیدل کېږي چې درې تنه د امریکا له پوځي الوتکې پر ځمکه رالوېږي، دا داسې بې مخینې پېښه وه چې خبر یې ټوله نړۍ حیرانه کړه.

 په همدې توګه د اګسټ د ۳۰ په شپه امریکا متحده یاالتونو له افغانستان د خپلو وروستیو سرتېرو په اېستلو سره افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پایته ورسوله او د کابل په هوایي ډګر کې هم ګډوډي پای ته ورسېده.
            
د زمري میاشتې په شپږوېشتمه یعنې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو دوه ورځې وروسته په لومړي ځل رسنۍ د  اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د خبري غونډې پوښښ ته رابلل شوي دي، ښاغلي مجاهد په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو په استازیتوب خبرې کړې وې، خو تر اوسه یې هېڅ عکس نه و خپور شوی.

ښاغلی مجاهد له رسنیو سره د عمومي عفوې په تړاو د اسلام امارت د مشرانو پيغام شریک کړ او د نوي حکومت د جوړېدو په هکله یې د سلا مشورو خبر ورکړ.
            
که څه هم اسلامي امارت د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو ژمنه کړې وه، خو کله چې د وږي په شپاړسمه د نوي حکومت کابینه اعلان شوه، د نړۍوالې ټولنې د تمې پرخلاف د نوې کابینې ټول غړي د اسلامي امارت غړي وو.
                  
اوس د نوي حکومت له جوړېدو سل ورځې وروسته پوښتنه دا ده چې دغه حکومت تر کومه بریده پر خپلو کړو ژمنو عمل کړی او آیا په حکومتولۍ کې بریالۍ وو؟ 

د زمري میاشتې څلرویشتمه د اسلامي امارت لپاره له بریاوو ډکه او د جمهوریت لپاره ترخه ورځ وه، ځکه چې اسلامي امارت له ړنګېدو شل کاله وروسته بېرته واکمن شو او د افغانستان نوی جوړشوی نظام له دوو لسیزو وروسته ړنګ شو.

شریک یي کړئ