د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ریيس د افغانستان د روغتونونو له کتنې وروسته ویلي، که وضعیت همداسې دوام وکړي افغانستان به ډېره خطرناک او له ناورینه ډک راتلونکی ولري.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې رییس ډومینیک سټیل ارت څرګندوي:«زه د افغانستان راتلونکی ډېر نازک ګورم؛ ځکه د خلکو اصلي ستونزه اقتصادي ننګونه ده. په افغانستان کې پیسې نشته، موږ بشري حالت په افغانستان کې ډېر بد وینو. لومړنۍ اړتیا دا ده چې، د افغانستان په اقتصادي سیستم کې باید پیسې تزریق شي؛ څو ورسره د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړ شي.»
په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان یو تازه راپور کې ویلي، نړیواله ټولنه باید پر افغانستان مالي بندیزونه له ځنډ پرته راکم کړي ځکه دې کار په افغانستان کې د روغتیايي، خوړونو او نورو خدماتو د رسولو مخه نیولې ده.
د بښنې د نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا مدیر یمیني میشرا وايي:«د بهرنیو مرستو د ځنډولو، د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو او پر طالبانو د نړۍوالو بندیزونو ترکیب، هغه هېواد چې، د بې وزلۍ له لوړې کچې کړې ده، پر اقتصادي ناورین اړولی دی.»
په روغتونونو کې ځينې ډاکټران وايي سره له دې چې، خلکو د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره دولتي روغتونونو ته مخه کړې؛ خو په یادو روغتونونو کې بیا د روغتیاپالنې بهیر د درملو او نور تجهیزات د کمېښت له امله پیکه دی.
ډاکټر سید مسیح الله هاشمي په دې هکله وویل:«یوه موده کېږي چي په روغتونونو کې لومړني توکي خلاص شوي دي. ناروغانو ته خواړه نه ورکول کېږي، د اقتصادي ستونزو سیوری حتا پر ناروغانو هم غوړېدلی دی چې باید بستر شي خو امکانات یې نشته.»
د بښنې نړۍوال سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو اوسنۍ کچه بسیا نه بولي او خبرداری ورکوي چې، د نړۍوالو له بېړنیو مرستو پرته او د هېواد شتمنیو ته نه لاسرسی به په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري ناورین لپاره بستر برابر کړي.
د ویلو ده چې، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د افغانستان د بشري وضعیت په محوریت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غونډه کې په راروان ژمي کې د انساني ناورین او ګڼو تلفاتو د رامنځته کېدو له امله خبرداری ورکړی وو.
په دې اړه مو اندونه