نن پنجشنبه د لیندۍ څلورمه او د نومبر ۲۵ مه، ښځو سره د زورزیاتي د ختمولو نړۍواله ورځ ده. همدا نن، افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په یوه بیان کې، ښځو سره د زورزیاتي ختمولو لپاره پر پیوستون او د تاوتریخوالي په ختمولو ټینګار کړی دی.
یوناما په ننني بیان کې ویلي، چې افغانستان کې له هرو لسو ښځو، نهو یې لږ تر لږه د تاوتریخوالي یو ډول تجربه کړی دی، چې نړۍ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
یوناما وایي، دا یې موندلي چې ښځو سره تاوتریخوالی د هغوی د کورنۍ نژدې کسان کوي.
د یوناما په بیان کې راغلي:«افغانستان د نړۍ په کچه، ښځو سره د تاوتریخوالي لوړې شمېرې لري. داسې چې افغانستان کې له هرو لسو ښځو نهو یې په خپل ژوند کې، د تاوتریخوالي یو ډول تجربه کړی او هغه هم د هغوی د نژدې کسانو لهخوا.»
په نړۍوالو شمېرو کې بیا، هرو درېیو ښځو کې یوې یې تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
یوناما په خپل ننني بیان کې ویلي، چې د جنسیت له کبله تاوتریخوالی د ښځو لپاره لوی سرخوږی دی، چې د دایمي پرمختګ او سولې مخه کې هم یو خنډ دی.
د یوناما په بیان کې د یوناما د مشرې دیبرا لاینز په حواله لیکل شوي، چې ټول خلک باید ښځو سره د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره راپورته شي.
مېرمن لاینز ویلي:«موږ باید د دې کشالې له منځه وړلو لپاره ټول ګام واخلو. باید د تاوتریخوالي مخنیوی وکړو. موږ باید د شرم او نور جوړجاړي اندېښنې ختمې کړو. موږ باید له پاتو خلکو ملاتړ وکړو.»
په دې اړه مو اندونه