Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت او امریکایي چارواکي په دوحه کې سره خبرو ته کېني

ټاکل شوې چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ راروانه اونۍ په دوحه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرو ته کېني.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو جګپوړی پلاوی هم نن مازېګر دوحې ته تللی دی.

 د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، چې قطر کې به د راتلونکې اونۍ خبرې پر امنیت، اقتصاد او بشري حقونو ورټولې وي.

له امریکا غږ سره په مرکه کې توماس وېسټ هم ویلي، چې په دوحه کې به د اسلامي امارت چارواکو سره خبرو ته کېني.

ښاغلي وېسټ ویلي:"هغه رپوټونه، چې ګنې امریکا پرته له کوم دلیل نه، د افغانستان پولي زېرمې ګنل کړې دي، ناسم دي. د افغانستان د پیسو کنګلېدو دلیلونه پیچلي حقوقي او قضايي دي او دا پیسې له یو بانک نه، بل بانک ته نه‌شي لېږل کېدی."

وېسټ دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستانو سیاستونو ته اندېښنه لري.

بل خوا اسلامي امارت د امریکا د دې ګام چې قطر کې له دوی سره خبرو ته کېني، هرکلی کړی او نن مازېګر یې یو پلاوی هم دوحې ته استولی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي:"اسلامي امارت د ګاونډ، سیمې او نړۍ هېوادونو سره توله سیاست کوي."

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو جګپوړی پلاوی نن مازېګر دوحې ته تللی دی.

تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ راروانه اونۍ په دوحه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرو ته کېني.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو جګپوړی پلاوی هم نن مازېګر دوحې ته تللی دی.

 د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، چې قطر کې به د راتلونکې اونۍ خبرې پر امنیت، اقتصاد او بشري حقونو ورټولې وي.

له امریکا غږ سره په مرکه کې توماس وېسټ هم ویلي، چې په دوحه کې به د اسلامي امارت چارواکو سره خبرو ته کېني.

ښاغلي وېسټ ویلي:"هغه رپوټونه، چې ګنې امریکا پرته له کوم دلیل نه، د افغانستان پولي زېرمې ګنل کړې دي، ناسم دي. د افغانستان د پیسو کنګلېدو دلیلونه پیچلي حقوقي او قضايي دي او دا پیسې له یو بانک نه، بل بانک ته نه‌شي لېږل کېدی."

وېسټ دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستانو سیاستونو ته اندېښنه لري.

بل خوا اسلامي امارت د امریکا د دې ګام چې قطر کې له دوی سره خبرو ته کېني، هرکلی کړی او نن مازېګر یې یو پلاوی هم دوحې ته استولی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي:"اسلامي امارت د ګاونډ، سیمې او نړۍ هېوادونو سره توله سیاست کوي."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه