Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا محمد یعقوب: یو خپلواک هوايي ځواک رامنځته کوو

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي هڅه کوي چې په هېواد کې یو خپلواک هوايي ځواک جوړ کړي چې د هېڅ هېواد مرستې ته اړتیا ونه لري.

مجاهد تېره ورځ د هوايي ډګر له کارکوونکو سره په یوې ناسته کې ویلي دي چې هوايي ځواک به رامنځته شي چې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا، هند او پاکستان مرستو ته اړمن نه وي.

ښاغلي مجاهد وویل:«موږ داسې هوايي ځواک رامنځته کوو چې نه د امریکا، هند، پاکستان، ازبیکستان او تاجیکستان مرستې ته اړتیا ونه لري.»

د خواله رسنیو یو شمېر کارونکو د یوې ویډيو په خپرولو سره ادعا کړې چې، ګواکې د هېواد ځینې نظامي تجهیزات پاکستان ته لېږدول کېږي.

خو کورنیو چارو وزارت په دې تړاو وايي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې، آن یوه مرمۍ هم له هېواده وباسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي:«پاکستان ته د پوځي تجهیزاتو قاچاق په بشپړه توګه رد وو. هېچا ته د دې کار اجازه نه ورکول کېږي.»

له دې سره سم، یو شمېر هېوادوال هم پاکستان ته د هېواد د نظامي تجهیزاتو لېږدونه ملي خیانت ګڼي او له حکومته غواړي چې، د دغه بهیر مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی شکورشاه وايي:«د پوځي ټانګونو قاچاق مه باید ونیول شي. دا د ملت مال دی.»

د کابل بل اوسېدونکی حمید هم څرګندوي:«د دولت دنده ده چې بهر ته د پوځي تجهیزاتو د استولو مخه ونیسي.»

تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې، په هېواد کې به سل زریز پوځ جوړ کړي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا ویلي وو چې، افغانستان یو کوچني پوځ ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه