Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخکیني حکومت د مېشتو چارواکو بانکي حسابونه پرانیستل کېږي

رییس الوزرا مرکزي بانک ته حکم کړی دی چې په هېواد کې د مېشتو پخوانیو حکومتي چارواکو بانکي حسابونه دې پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره د افغانستان بانک په لارښوونه د مخکیني حکومت د چارواکو شتمنۍ کنګل شوې. اوس له نږدې څلورو میاشتو وروسته، رییس الوزرا پرېکړه کړې ده چې د مخکنیي حکومت د هغو چارواکو بانکي حسابونه دې پرانېستل شي چې په افغانستان کې دي. د افغانستان بانک د دې لارښوونې پر بنسټ، باید د پخواني حکومت د هغو چارواکو معاش چې په اسلامي امارت کې پر کار بوخت دي، ورکړل شي او دغه راز د ملي شورا د غړو او رییسانو شتمنۍ پرانېستل شي، خو هغوی ته معاش ورنه کړل شي. 
     
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی احمدالله وثیق وايي:«مرکزي بانک دنده لري چې د مخکیني حکومت د هغو چارواکو بانکي حسابونه چې اوس په اسلامي امارت کې دنده ترسره کوي، پرانیزي او معاشونه یې ورکړي. او همدارنګه د مخکیني حکومت د هغو چارواکو چې په افغانستان کې مېشت دي هم بانکي حسابونه پرانیزي.»

خو د مخکیني حکومت د هغو چارواکو شتمنۍ به لاهم کنګل وي چې له افغانستانه بهر دي او  په رسمي توګه یې اوسني حکومت ته خپل مسوولیت نه دی سپارلی، خو د خپلوانو شتمنۍ به یې پرانېستې وي. 

د سیاسي چارو شنونکی جواد سجادي حسیني وايي:«طالبان پر دې پوه شوي چې د مخکیني حکومت د چارواکو د اموالو او شتمنیو مصادره سمه نه ده او یو سیاسي پرېکړه ده.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې دغه کار د مخکیني حکومت د چارواکو او اسلامي حکومت ترمنځ د باور فضار رامنځته کولای شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود په دې هکله څرګندوي:«دا د هغو چارواکو د هڅلو لپاره هم ګټوره ده چې له افغانستانه بهر دي او شتمنۍ یې په افغانستان کې تړلې دي او هغوی هڅوي.»

د پوهنتون استاد عبدالرووف توانا هم زیاتوي:«اسلامي امارت باید یو بل ګام هم پورته کړي چې هغه د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او هغه د اسلامي امارت په کابینه کې ټولو قومونو د ونډې ورکول دي.»
 
تر دې وړاندې اسلامي امارت په یوه ورته ګام کې د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنیو چارو او دفاع وزارت، استخباراتو ریاست او ښارولیو د استازو په ګډون د مخکیني حکومت د چارواکو د کورونو او شخصي موټرونو د بېرته ورکړې لپاره د یوه پلاوي د ټاکل کېدو خبر ورکړ.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه