Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې نوي فارغ شوي زده کړیالان: موږ ته د کار زمینه برابره کړئ

په کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون نوي فارغ شوي زده کړیالان له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

دغو زده کړیالانو چې اوس اوس یې خپلې فراغت پاڼې ترلاسه کړي دي، وايي چې د خپل عمر څو کاله یې په زده کړو تېرې کړې دي او اوس غواړي چې د هېواد لپاره خدمت وکړي.

د دغو فارغینو په منځ کې ۱۳ نجونې هم شاملې دي چې د حقوق او سیاسي علومو له پوهنځۍ فارغې شوې دي.

تازه فارغه شوې شریفه وايي:«د ښځو لپاره د معلمۍ او همدارنګه د ډاکټرۍ په برخه کې اړتیا ده.»

بل زده کړیال نصرت الله عمري هم وویل:«که چېرې دغو او نورو ځوانانو ته چې زده کړې یې کړې دي د کار زمینه برابره نه شي، هغوی به د بې کارۍ له امله هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته به ولاړ شي.»

د لوړو زده کړو مسوولین وايي، له لوړو زده کړو څخه فارغه کسانو د کار د زمینې برابرولو په برخه کې ژمن دي او زیاتوي چې په دولتي پوهنتونونو کې يې د مختلطو زده کړو د بېلوالي او بودیجې پر پلانونو کار روان دی او ډېر ژر به پوهنتونونو کې درسي بهیر راپيل کړي.

په سوېل کې د لوړو زده کړو د کمېسیون مسوول انجینر محمد ناصر نیکزاد څرګندوي:«پر طرحې څه باندې پنځوس سلنه کار شوی دی، یعنې موږ ډېر کم سلنه پوهنتونونه لرو چې پیل شوي دي او ډېر ژر به د پوهنتونونو د پيل په هکله معلومات له تاسو سره شریک کړو.»

بل پلو د دغه ولایت اوسېدونکي دولتي پوهنتونونه او د ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کوي.

د کندهار اوسېدونکی منیر احمد وايي:«د دولتي پوهنتونونو استادانو خپل معاش ترلاسه کوي، خو درسونه پیل شوي نه دي. دا د وخت ضایع کول دي، اسلامي امارت باید ژر تر ژره باید پر دې کار پیل کړي.»

له هغه را وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په ټول هېواد کې دولتي پوهنتونونه تړل شوي خو خصوصي پوهنتونونو بیا درسي بهیر جاري ساتلي دي. له خصوصي پوهنتونونو څخه فارغه شوي بیا د طالبانو څخه په مسلکي بستونو کې د ګمارلو غوښتنه کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه