Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان: افغانستان کې پنځه مېلیونه اړمنو سره مرسته وشوه

د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو د همغږۍ اداره او د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام وايي چې د پخواني حکومت له پرځېدو تراوسه، په افغانستان کې له پنځه مېلیونه اړمنو سره بشرپاله مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې او په افغانستان د دغه سازمان د پراختیا پروګرام مسوولین په هېواد کې بشري وضعیت اندښمنوونکی ګڼي او افغانستان ته د بېړنیو مرستو د رسېدو او زیاتېدو غوښتونکي دي.

د دغه سازمان د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«په داسې حال کې چې، د افغانستان اقتصاد د پاشل کېدو په درشل کې دی، نړۍواله ټولنه په دې هڅه کې ده چې، دغه سیاسي او قانوني ستونزه حل کړي چې، څنګه کېدای شي چې د نوي نظام له پېژندلو پرته اړمنو ته د بشرپاله مرستو بهیر دوام ومومي.» 

ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره راغونډې شوې مرستې ژر تر ژره اړمنو ته ورسوي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري وویل:«د ملګرو ملتونونو سازمان په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو له دې پرته چې سیاسي وضعیت په پام کې ونیسي، تل د افغانستان له اړمنو سره د مرستې د دوام په هکله خبرې کوي او له دغو مرستو باید په واقعي بڼه استفاده وشي.»

سره له دې چې، په افغانستان کې د احتمالي انساني ناورین د مخنیوي لپاره د نړۍوالو له لوري د مرستو ژمنې شوي؛ خو ولې لا تر اوسه دغه مرستې اړمنو ته نه دي رسول شوي؟

د نړۍوالو چارو کارپوه سید هارون هاشمي په دې هکله وايي:«اسلامي امارت د دغو مرستو د رسېدو لپاره باید له نړۍوالو هېوادونو سره همکار وي چې د ټولو جنجالونو په پام کې نیولو پرته، مرستې افغانستان ته راورېږي.»
 
سره له دې چې، یو شمېر مرستندویه بنسټونه د افغانستان اړمنو ته د بشري پاله مرستو له رسولو خبر ورکوي؛ خو ډېری بې ځای شوي کسان بیا د مرستو د نه رسېدو له امله شکایت کوي.

بې ځایه شوی روح الله وايي:«ما تراوسه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې؛ ځکه ټولې مرستې هغو کسانو ته رسېږي چې په اصل کې اړمن نه دي.»

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو چې، د اړمنو افغانانو د لاسنیوي په موخه ۶۰۰ مېلیونه ډالره ټاکل شوې موخې ته رسېدلي او هڅې کوي چې، اړمنو ته دغه مرستې وروسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه