Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې د فعالیت په ټپه درېدل

د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه وايي چې د دغې ټولنې مرکزي دفتر په کابل کې د اسلامي امارت له خوا وتړل شو او فعالیتونه یې په ټپه ودرېدل او حکومت هڅه کوي چې دغه شخصي بنسټ دولتي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته په هېواد کې پر نورو بدلونونو سربېره ګڼو څارنوالانو او مدافع وکیلانو چې ډېری یې مېرمنې دي، د بېلابېلو علتونو له امله افغانستان پرېښی دی.
   
د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې پخوانۍ مرستیاله نجلا راحل په دې هکله طلوع نیوز ته وویل:«د طالبانو غړي زموږ مرکزي دفتر ته راننوتل، ټول اطاقونه یې تړلي دي او د ټولنې ټولو غړو ته یې وویل چې بهر شئ.»
 
د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې د رسنیو د برخې مسوول سید معروف هاشمي جاهد وايي:«په هغه صورت کې چې زموږ غوښتنې ته چې خپلواکي ده، مثبت ځواب را نه کړي، موږ مدني لاریون ترسره کوو او دغې عدالت غوښتنې ته دوام ورکوو.»

دوی ټینګار کوي چې د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې له تاییس کېدو راهیسې د مدافع وکیلانو د نړۍوالې شورا د قانون له مخې په خپلواکه توګه په شخصي پانګې سره په افغانستان کې فعالیت کړی او حکومت یوازې د دغه بنسټ پر کړنو څارنه کوله.
    
د مدافع وکیلانو د خوندیتوب او د ستونزو د حل کمېټې غړی هبت الله ناقد څرګندوي:«دغه ټولنه د وکیلانو په شخصي پیسو جوړ شوی او باید د دغو کسانو حق تر پښو لاندې نه شي. موږ د خپل حق غوښتونکي یوو چې د دغې ټولنې خپلواکي ده.»

بل خوا د مدافع وکیلانو د ټولنو نړۍواله شورا د دغه اقدام په غبرګون کې د اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې خپلواکۍ د نړۍوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت د په رسميټ پېژندلو لپاره سره کرښه بللې ده.

په دې لړ کې د عدلیې وزارت وایي چې د بېلابېلو علتونو پربنسټ کابینې پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته دغه ټولنه خپلواکه نه وي او په عدلیې وزارت کې شامله شي.
 
د عدلیې وزارت ویاند محمد بشار وايي:«له دې وروسته د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه نوره خپلواکه نه ده. په عدلیه وزارت کې شامل دی او د دغې ټولنې لپاره سرپرست هم معرفي شوی او نور کارونه هم جریان لري.»

د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه شپږ زره ښځينه او نارینه غړي لري چې د کابل په ګډون په څلورو زونونو کې مرکزي دفترونه لري او اوس مهال یې د هېواد په ټولو ولایتونو کې سیمه ییزې استازولۍ فعالیت کوي.

ورته مهال د عدلیې وزارت وايي چې د کابینې له پرېکړې وروسته، د مدافع وکیلانو ټولنه په دغه وزارت پورې اړونده ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه