Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو واشنګټن د افغانستان د اقتصادي کړکېچ اصلي لامل ګڼي

مسکو وايي چې افغانستان د یوه بشري ناورین په درشل کې دی او واشنګټن د دغه ناورین زیاتوالي ته لمن وهي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریازاخاروا په خپل ټلېګرام پاڼه کې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، د امریکا د دفاع وزارت وروستیو کړنو افغانستان له یوه بد وضعیت سره مخ کړی دی.

مېرمن زاخاروا زیاتوي:«امریکا افغانستان له یوه لوی بشري ناورین سره مخ کړی او لا هم دغه ناورین ته لمن وهي. دا نوې ملنډې وهل دي چې، امریکا بیا له افغان ولس سره د بشرپاله مرستو ژمنې هم کوي؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، د دغه هېواد شتمنۍ به کله ازدوي.»
                 
تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي د افغانستان شتمنۍ به هغه مهال آزادې کړي چې، طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د چارو پوهان په دې اند دي چې روسیه د منځۍ اسیا د هېوادونو د امنیت په هکله غواړي د اسلامي امارت رضایت ترلاسه کړي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه مهمدي افضلي وايي:«هغه څه چې روسان یې په لټه کې دي، د طالبانو د رضایت ترلاسه کول دي. هغه هم د منځنۍ اسیا لپاره.»

د پوهنتون استاد عزیز مجددي وویل:«امریکا باید د فشار راوړلو او د کړکېچ د زیاتوالي پر ځای باید د افغانستان د دولت او خلکو غوښتنې او دوه اړخیزو نېکو اړیکو ته دې دروناوی وکړي.»

اسلامي امارت لا تر اوسه د مسکو د دغو څرګندولو په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې په وار وار له امریکا غوښتي چې، د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه