رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی دی چې نړۍ بانک د هغه وړاندیز د وروستي کولو په حال کې دی چې د هغه پر بنسټ د افغانستان د کنګل شویو پیسو له منځه به ۵۰۰ مېلیونه ډالر ازاد کړل شي.
د نړۍوال بانک د مدیره پلاوي غړو د سه شنبې په ورځ په نارسمي ډول د افغانستان د کنګل شویو پیسو له منځه د ۵۰۰ مېلیون ډالرو پر آزادېدو خبرې وکړې.
رویټرز د سرچینو له خولې خبر ورکړی په داسې حال کې چې لسګونه زره دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي، خو دغه پیسې د بشردوستانه مرستو بنسټونو ته سپارل کېږي.
خو اسلامي امارت یوځل بیا د افغانستان د بانکي زیرمو پر آزادېدو ټینګار کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«دا یو ښه ګام ګڼو او هیله لرو چې د افغانستان د خلکو او دولت د بانکي زېرمو د ازادولو په برخه کې نور ښه ګامونه هم پورته شي. او په افغانستان اقتصادي وضعیت نورمال شي.»
باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې د دغو پیسو لویه برخه به په افغانستان کې پر بیړنیو برخو په تېره بیا د روغتیایي مراقبت په برخه کې ولګول شي.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وایي چې د کنګل شویو پیسو د آزادېدو لپاره باید سیاسي نرمښت وښودل شي څو په هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته شي.
د اقتصادي چارو شنونکی ایرج فقیري وايي:«سیاسي نرمښت باید شتون ولري چې موږ وکړای شو اعتبار او اعتماد ترلاسه کړو او د اعتبار دا ترلاسه کول د دې لامل کېږي چې موږ وکړای شو کنګل شوې پیسې په سمه توګه د افغانستان په اقتصادي چورلیز کې واقع کړو ترڅو کړای شو کاري زمینې برابرې کړو.»
اوس مهال د ښوونکو په ګډون لسګونه زره دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي ترلاسه کړي او ځينو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې د دې وضعیت په دوام سره ښایي کارکوونکي له کارکولو لاس واخلي.
په دې اړه مو اندونه