Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د زعفرانو تولید پنځوس سلنه کمښت موندلی

د هرات د کرنې ریاست وايي چې د وچکالۍ له امله په دغه ولایت کې د زعفرانو کروندو کم حاصلات لرلي دي او د تېر کال پرتله د زغفرانو تولیدات کموالی موندلی دی.

په هرات کې د کرنې ریاست سرپرست پیر محمد حلیمي وویل:«سږکال کابو ۱۰ ټنه زعفران راټول شوي دي او اټکل کېږي چې په راتلونکي کې دا اندازه ډېره شي.»

د هرات بزګر وايي چې پروسږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو شل ټنه حاصلات راټول شوي وو، خو سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصلات لسو ټنو ته راکم شوي دي.

بزګر عبدالاحمد وویل:«د تېر کال پرتله همدا وچکالي او کم اورښت دی چې لرو یې، د ګل او زغفران له پلوه موږ ډېر کمښت درلود.»

د زعفران کارانو د ملي ټولنې مسوولان وایي چې سږکال د تېرکال پرتله د زعفرانو بیه درې برابره لوړه شوې ده. خو د دې ټولنې د مسوولانو په وینا په افغانستان کې د زعفرانو صادرات لاهم په ټپه ولاړ دي.

د زعفران کارانو د ملي ټولنې د  صادراتو د کمېټې  مسوول عبدالشکور احراري څرګندوي:«د تېرو درې میاشتو په لړ کې چې تحول رامنځته شوی دی، د زعفرانو د بهر وړلو لپاره هېڅ لار نشته چې موږ دا صادر کړو او هغه ستونزه چې موږ یې اوس لرو د زعفرانو صادرات دي.»

بلخوا د زعفرانو د ګلانو د ټولولو په وخت کې د سلګونو ښځو او نجونو لپاره لنډمهالی  کاری فرصت رامنځته کېږي او د هېواد د زعفرانو ډېری ګلونه د ښځو او نجونو له خوا راټولېږي.

زعفران کاره صالحه احمدي په دې هکله وايي:«له اقتصادي پلوه زموږ لپاره ډېر ښه دی. سهار ښوونځي ته ځوو، او له ښوونځي نه چې راشو دلته راځو او ګل پاکوو.»

د زعفرانو په پروسس کې هم د ښځو او نجونو ونډه د پام وړ ده. هرات کې د زعفرانو د پروسس یو مرکز د ښځو له لوري اداره کېږي.
 
د زعفرانو پروسس کوونکې شبانه نظیف وايي:«ډېری سړي بې کاره دي، دا موږ مېرمنو ته ډېر ښه کار دی، موږ له دې لارې کولای شو هم خپلې ستونزې او هم د خپلې کورنۍ ستونزې حل کړو.»

د هېواد په کچه نوي سلنه زعفران په هرات کې کرل کیږي. د هېواد زعفرانو په دریم ځل د نړۍ په کچه لومړی ځای  خپل کړ.

پروسږکال په هرات کې د زعفرانو شل ټنه حاصلات راټول شوي وو، خو سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصلات لسو ټنو ته راکم شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه