Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په هکله ځانګړې ناسته جوړوي

سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له سازمانه غوښتي دي چې د افغانستان په هکله یوه فوق العاده غونډه جوړه کړي، چې په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه خبرې اترې وشي او د افغانستان خلکو ته بشرپاله مرستې برابرې شي.

سعودي عربستان د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې د جوړېدو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی او له دغه سازمان نه یې غوښتې دي چې د لیندۍ په شپږویشتمه یوه غونډه جوړه کړي.

عربستان ویلي دي چې د افغانستان مخ په خرابېدو وضعیت په دغه هېواد کې به د بې ثباتۍ لامل شي چې د نړۍ او سیمې د امنیت لپاره به ناوړې پایلې ولري.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې هېواد به یې د دغې غونډې کوربتوب وکړي.

قریشي زیاتوي:«نن د سعودي عربستان پاچا او د اسلامي همکاریو د سازمان رییس د افغانستان د وضعیت په تړاو د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د بېړنۍ غونډې د جوړېدو مهمه پرېکړه کړې ده. پاکستان د دې پرېکړې ملاتړ کوي او چمتو دی چې د ډېسمبر په ۱۷ مه د دې غونډې کوربتوب وکړی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اسلامي هېوادونو بېړني ملاتړ ته اړتیا لري او باید د دغه هېواد د وضعیت د ښه کېدو لپاره تعامل وشي.

نوموړي زیاته کړه:«د بل هر وخت پرتله زموږ افغان وروڼونه او خوېندې موږ ته اړتیا لري. تاسو ټول پوهېږئ چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی. د ښځو او ماشومانو په ګډون مېلیونونه افغانان پر ناڅرګندې راتلونکې سربېره د خوراکي توکو، درملو او نورو مهمو توکو له کموالي سره مخ دي. د ژمي رانږدې کېدو د افغانستان وضعیت لاخراب کړی دی. د اسلامي همکاریو سازمان باید له افغان وروڼو سره د مرستې لپاره ګام پورته کړي او موږ باید په افغانستان کې د بشري ناورین د کمېدو او د خپل بېړني ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړو او د افغانستان د خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره له هغوی سره تعامل وکړو.»

بل خوا کابل تمه لري چې په دې غونډه کې د افغانستان استازی هم حضور ولري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وویل:«زموږ تمه دا ده چې په دغې ناسته کې، د افغانستان پر مهمو مسایلو په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو چې خلک له هغه سره مخ دي او زیاتو مرستو ته اړتیا لري، هغوی ته رسېدنه وشي او هیله لرو چې په دغې ناسته کې اقتصادي ننګونو ته حل لارې په پام کې ونیول شي.»

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي لري او افغانستان یې یو له بنسټګرو غړو دی. باورونه دا دي چې دغه غونډه د افغانستان لپاره ګټوره تمامېدای شي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی لطیف نظري وايي:«د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي د افغانستان په سیاسي تحولاتو کې مهمه رول ولري، هم له افغانستان سره د سټراټېژیک تعامل په هکله، هم د اقتصادي پراختیا په هکله.»

دا واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته اومه غونډه ده چې د افغانستان په تړاو جوړېږي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو شپږ سیمه ییزې او نړۍوالې غونډې شوي دي. دغه غونډې د مسلکو، تهران، اسلام آباد، نوی ډیلي، روم او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کوربتوب شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان په تړاو غونډه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه