Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رییس الوزرا مرستیالانو د ازبیکستان له استازي سره ولیدل

د رییس الوزرا مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي نن (سې شنبې د لیندۍ په ۹مه) د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف سره په کابل کې ولیدل.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي چې په دغې لیدنه کې هغوی د واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، د ګډو اقتصادي او ټرانزیټي پروژو، د برېښنا د تړون تمدید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.

عبدالغني برادر په دغې ناسته کې وویل:«موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره په بېلابېلو برخو کې ټول لازم شرایط برابر کړي دي او د دواړو هېوادونو اړوند چارواکي به په جلا جلا غونډو کې ځينو هوکړو ته سره ورسېږي.»

په دغې لیدنه کې د اوبو او برېښنا، اقتصاد، ټولګټو وزارتونو سرپرستانو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي پروژو د عملي کولو په درشل کې د خپلو ادارو د فعالیتونو په هکله معلومات او توضیحات ورکړل.

ښاغلي حنفي په دغې لیدنه کې وویل چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو په ځانګړې توګه له ازبیکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

حنفي همدارنګه وویل چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د رییس الوزرا مرستیالانو په جلا جلا لیدونو کې د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

شریک یي کړئ