Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'۱۰۰تنه صحرايي محکمه شوي' خو د کورنیو چارو وزارت یې ردوي

د بشري حقونو د څار سازمان په تېرو درې نیمو میاشتو کې په افغانستان کې د پخوانیو پوځيانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.

دغه رپوټ د عیني شاهدانو د خبرو، سندونو او د مخکیني حکومت د چارواکو او د هغوی له خپلوانو سره چې ۶۷ تنه وو د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو مشرتابه د هېواد د مخکنیو امنیتي ځواکونو غړو ته امر کړی دی چې تسلیم شي او د لیک په ترلاسه کولو سره خپل خوندیتوب تضمین کړي، خو په دې تګلارې سره یې د هغوی کاري مخینه څرګنده کړې او ځينې یې نیول شوي، اعدام شوي او لادرکه شوي دي.

 دغه بنسټ د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د هېواد یوازې په څلورو ولایتونو کې د غچ اخيستونکو بریدونو له امله څه باندې سل پخواني پوځيان صحرایي محکمه شوي او یو شمېر نوري یې په اجباري توګه لادرکه شوي دي.

د دغه رپوټ پربنسټ، دغه صحرايي محکمې د اګست او اکټوبر په میاشتو کې په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې شوي،خو زیاته کړې یې ده چې باورونه دا دي چې ورته پېښې په ټول افغانستان کې شوې دي.

په آسیا کې د بشري حقونو د څارسازمان د ټولنیزې برخې رییس پتریشیا ګروسمن وايي:«طالبانو ادعا کړې ده چې د تېر حکومت امنیتي ځواکونو او چارواکو ته یې عمومي بښنه اعلان کړې ده. خو د ګڼو کسانو په برخه کې دغه بښنه عملې شوې نه ده، هغوی د جبري لادرکه کېدو او اعدام قرباني شوي دي.»

د بشري حقونو د څارسازمان له اسلامي امارت نه غوښتي دي چې له غچ اخېستونکي بریدونو لاس واخلي. خو د کورنیو چارو وزارت دغه رپوټ ردوي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی په دې هکله وايي:«موږ په بشپړه توګه دغه رپوټ ردوو. په دغه رپوټ کې په شواهدو او اسنادو تکیه نه ده شوې، که چېرې اسناد او شواهد لرئ، له موږ سره یې شریک کړئ چې مجرمان ونیسوو او قانون ته یې وسپارو. ځينې پخواني پوځيان د شخصي دښمنیو له امله وژل شوي دي، اسلامي امارت هېڅکله هغوی تعقیب کړي نه دي. او هغوی نه دي وژلي.»

د پوځي چارو شنوونکی صادق شینواری هم څرګندوي:«که چېرې د اسلامي امارت له نامه ناوړه استفاده کېږي او پخواني پوځيان په یو ډول ترور یا هم وژل کېږي باید د هغه عاملین کشف او مجازات شي.»

عبدالصمیم چې د هېواد د پوځ غړی و،د مخکیني حکومت تر سقوط  شل ورځې مخکې د هغه وخت د مخالفو ځواکونو په هدفي برید کې سخت ټپې شو او پښې یې پرې شوې.

 نوموړی چې اوس دلته د مصنوعي پښې د جوړولو لپاره د سره صلیب کمېټې ته راغلې دی، وایي چې تمه لري اسلامي امارت دوی ته کاري اوځاني مصوونیت ورکړي.

د مخکیني پوځ غړی عبدالصمیم زیاتوي:«داسې هیر کړل شوي یوو چې هېڅوک زموږ پوښتنه نه کوي. موږ په دولت کې خدمت کړی وو، دولت یې ونیو او موږ یې هم په دغه وضعیت خوشې کړو.»

یوسف ګل د هېواد د مخکیني پوځ بل غړی و چې جګړې معلول کړی دی، دی د راتلونکې په تړاو خوشبین دی او وایي چې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو خوښ دی.

هغه هم څرګندوي:«موږ ډېر خوشحاله یوو په افغانستان کې جګړه نشته. اسلامي امارت حکومت ونیو، ارامي ده.»

د بشري حقونو د څارسازمان په رپوټ کې راغلي دي چې ملګري ملتونه باید پر طالبانو فشار راولي څو په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت ته اړ کړای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه