Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوحي غونډه؛امریکا له اسلامي امارته وغوښتل چې خپلې ژمنې عملي کړي

په دوحه کې د امریکا او اسلامي امارتو د پلاویو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ پر بېلابېلو مسایلو له خبرو اترو وروسته پای ته ورسېده.

د امریکا د بهرنیو چاررو وزارت وايي چې په دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په مشرۍ د امریکا د بهرنیو چارو او خزانه دارۍ وزارتونو، د امریکا د نړۍوالې پراختیايي پروګرام او د اطلاعاتي ټولنې استازو ګډون کړی وو او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت له پلاوي سره یې خبرې اترې کړي دي.

په دغې لیدنه کې امریکې له اسلامي امارتو غوښتي دي چې خپلو ژمنو عمل وکړي. په هغې بیانیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې ده راغلي دي چې امریکايي چارواکو د اسلامي امارت له پلاوي غوښتي دي اجازه دې نه ورکوي چې کوم هېواد د افغانستان له خاروې وګواښل شي.

په دغو خبرو اترو کې امریکايي پلاوي همدارنګه له افغانستانه د امریکايي وګړو او د هغوی د سیمه ییزو همکارانو په خوندي وتلو، د ټولو افغانانو د حقونو په رعایت، او د مارک فریریچ په خوشې کولو یې ټينګار کړی دی. 

په بیانیه کې راغلي دي چې اسلامي امارت باید خپلې ژمنې عملي کړي:«د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو نه ګواښل، د امریکايي وګړو او د هغو کسانو چې امریکا یې په تړاو ژمنه لره، د افغانانو په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او لږکیو د حقونو ساتنه، او د مارک فریریچ خوشې کول دې عملي کړي.»

په دغو خبرو کې د افغانستان د بشري وضعیت او بشرپاله مرستو په هکله هم خبرې شوې دي. امریکايي چارواکو ویلي دي چې هېواد یې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو سازمانونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

امریکايي چارواکو همدارنګه ویلي دي چې هغوی لازم ګامونه پورته کوي څو پر اسلامي امارت د دغه هېواد بندیزونه، له افغانستان سره د امریکا او د نړۍوالې ټولنې بشرپالو مرستو د زمینې برابرولو ته زیان ونه رسوي. خو په بیانیه کې راغلي دي چې امریکا به «تحریم شویو بنسټونو او کسانو ته د پیسو» رسېدو مخه ونیسي.

امریکايي چارواکو همدارنګه په افغانستان کې د داعش او القاعدې شبکو د حضور په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. د اسلامي امارت پلاوي امریکايي لوري ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له خوارې به هېڅ هېواد ونه ګواښل شي.

بلخوا امریکايي چارواکو د اسلامي امارت د ځينو مشرانو هغه څرګندونې چې په دې وروستیو کې یې د نجونو او ښځو د زده کړو په هکله کړي دي ستایلي او له اسلامي امارت نه یې غوښتي دي چې دغه څرګندونې عمليک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي چې د اسلامي امارت پلاوي ویلي دي هغوی چمتو دي چې د نجونو د زده کړو په هکله له نړۍوالې ټولنې سره کار وکړي او نړۍواله ټولنه کولای شي په ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو او نجونو حضور وڅاري. اسلامي امارت همدارنګه د زده کړو به برخه کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې په بله برخه کې راغلي دي چې دغه هېواد د بشري حقونو د نقض د ادعاګانو په هکله اندېښمن دی او له اسلامي امارته یې غوښتي دي چې عمومي بښنه عملي کړي.

بلخوا د اسلامي امارت پلاوی هم له شرط او قید پرته د افغانستان د شتمنیو د ازادولو او د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې ویلي دي چې په دغو خبرو اترو کې د بېلابېلو مسایلو په هکله بحث او خبرې اترې کړې دي او اسلامي امارت د بندیزونو په لېرې کولو ټینګار کړی دی.

بلخي په ټویټ کې لیکلي دي:«هيئتونو په سياسي، اقتصادي، بشري، صحي، تعليمي، امنيتي او مرستو رسولو په هکله او همدارنګ بانکي او نغدي پیسو رسولو کې د لازمو تسهيلاتو برابرولو بحثونه وکړل.
د افغانستان پلاوي د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان کنګل شوي پيسې بايد بې له قيد او شرط خلاصي شي، تورلستونه او بنديزونه ختم او بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو بیل شي.
دواړو هیئتونو کي د موضوعاتو په اړه دښه برمختګ په موخه مسلکي او تخنیکي ګروپونو هم جلا جلاغونډي درلودې.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه