Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په تړاو د م.م سازمان د اعتبار ورکړې کمېټې ناسته

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو سازمان د اعتبار ورکړې کمېټې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او میانمار د څوکیو په تړاو په ملګرو ملتون وسازمان کې غونډه جګړه کړه.

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، اسلامي امارت په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه معرفي کړ. هغه مهال دا وړاندیز د ملګرو ملتونو سازمان له خوا رد کړل شو او ټاکل شوه چې په دې هکله د ملګرو ملتونو سازمان د اعتبار ورکړې کمېټه پرېکړه وکړي.

دم ګړۍ په ملګرو ملتونو سازمان کې د پخواني حکومت استازی غلام اسحاق زی، په دغه سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي. هغه هم په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي غوښتي دي چې ماموریت یې وغځوي.

اوس د دغه سازمان د اعتبار ورکړې کمېټې په دې هکله غونډه کړې ده. له موضوع څلورو باخبرو ډپيلماټانو رویټرز ته ویلي دي چې اعتبار ورکړې کمېټې په دې هکله به پرېکړه وکړي، له دې امله د افغانستان او میانمار هېوادونو اوسني استازي به په ملګرو ملتونو سازمان کې پاټې شي.

د دغو ډپيلماټانو په وینا، اسلامي امارت ته د افغانستان د څوکۍ ورکړه د هغه د په رسمیت پېژندلو په لور به ګام وي.

روسیه، چین او امریکا د ملګرو ملتون سازمان د اعتبار ورکړې په کمېته کې شامل هېوادونه دي. دغه کمېټه به د دغو څوکیو د برخلیک په هکله خپل رپوت د روان زیږدیز کال له پای مخکې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع ته واستوي.

د دغو ډپيلوماټانو په وینا، د اعتبار ورکړې کمېټه او د ملګرو ملتون سازمان عمومي مجمع د اعتبار ورکړې په هکله د ډېریو رایو پر بنسټ پرېکړه کوي.

دم ګړۍ په ملګرو ملتونو سازمان کې د پخواني حکومت استازی غلام اسحاق زی، په دغه سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه