Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوتین: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې په یوې غونډه کې له لوېدیځ په ځانګړې توګه له امریکې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي چې په دغه هېواد کې بشري اړتیا ته رسېدنه وشي.
 
د پوتین په وینا، که چېرې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې شي، بنسټيزې ننګونې او په ځانګړې توګه اقتصادي او روغتیايي ننګونې به حل شي.
 
ولادمیرپوتین د روسيي ولسمشر څرګنده کړه:«طالبان په هېواد کې د حالاتو کنټرول په لاس کې لري، موږ باید له افغانانو سره مرسته وکړو، لږ تر لږه د افغانانو پیسې باید د لوېدیځو هېوادونو په بانکونو په ځانګړې توګه د امریکا په بانکونو کې دي ازادې کړل شي.»

همدارنګه کابل د روسيي د یادي غوښتنې ستاینه کوي، او وايي د امریکا له لوري د افغانستان ګنګل شوې پانګه د افغانانو حق دی او پرته له کوم قید او شرط څخه افغانانو ته دې وسپارل شي.

د ویاند مرستیال بلال کریمي د اسلامي امارت وايي:«د نړۍ ټول هېوادونه او سازمانونه باید په دې پوه شي چې افغانان حق لري او دا د افغانانو حق دي، د افغانانو سرمایه په افغانانو پورې اړونده ده او بېرته باید افغانانو ته ورکول شي او په دې کې باید هېڅ قید او شرط موجود نه وي.»

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره کتلي دي او وايي په دې ناسته کې يې له امريکا غوښتي چې په سملاسي توګه د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د پوهنتون استاد ظاهر مطهري په دې هکله وايي:«که د افغانستان سرمایه ازاده شي د افغانانو په اقتصادي حالت کې به مثبت بدلون راشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان شاوخوا لس مېلیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.
 
کابل د روسيي د یادي غوښتنې ستاینه کوي، او وايي د امریکا له لوري د افغانستان ګنګل شوې پانګه د افغانانو حق دی او پرته له کوم قید او شرط څخه افغانانو ته دې وسپارل شي.

تصویر بندانگشتی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې په یوې غونډه کې له لوېدیځ په ځانګړې توګه له امریکې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي چې په دغه هېواد کې بشري اړتیا ته رسېدنه وشي.
 
د پوتین په وینا، که چېرې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې شي، بنسټيزې ننګونې او په ځانګړې توګه اقتصادي او روغتیايي ننګونې به حل شي.
 
ولادمیرپوتین د روسيي ولسمشر څرګنده کړه:«طالبان په هېواد کې د حالاتو کنټرول په لاس کې لري، موږ باید له افغانانو سره مرسته وکړو، لږ تر لږه د افغانانو پیسې باید د لوېدیځو هېوادونو په بانکونو په ځانګړې توګه د امریکا په بانکونو کې دي ازادې کړل شي.»

همدارنګه کابل د روسيي د یادي غوښتنې ستاینه کوي، او وايي د امریکا له لوري د افغانستان ګنګل شوې پانګه د افغانانو حق دی او پرته له کوم قید او شرط څخه افغانانو ته دې وسپارل شي.

د ویاند مرستیال بلال کریمي د اسلامي امارت وايي:«د نړۍ ټول هېوادونه او سازمانونه باید په دې پوه شي چې افغانان حق لري او دا د افغانانو حق دي، د افغانانو سرمایه په افغانانو پورې اړونده ده او بېرته باید افغانانو ته ورکول شي او په دې کې باید هېڅ قید او شرط موجود نه وي.»

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره کتلي دي او وايي په دې ناسته کې يې له امريکا غوښتي چې په سملاسي توګه د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د پوهنتون استاد ظاهر مطهري په دې هکله وايي:«که د افغانستان سرمایه ازاده شي د افغانانو په اقتصادي حالت کې به مثبت بدلون راشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان شاوخوا لس مېلیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه