Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت خپلو پوروړو ته دپور پرې کولو لپاره یو میاشت وخت ورکړی

د برېښنا شرکت خپلو پوروړو ته خبرداری ورکوي که چېرې تر یوې میاشتې د برېښنا د لکښت پاتې پیسې تحویل نه کړي، دوسیې به یې عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د یاد شرکت سوداګریز رییس نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې ځينې شرکتونه او اشخاص کابو ۲۶ مېلیونه افغانۍ له دغه شرکته پوروړي دي.

عبدالرحمان رحماني که څه هم د پوروړیو نومونه نه په ډاګه کوي، خو زیاتوي چې د پخواني حکومت ځیني چارواکي، سیاسیون، خصوصي شرکتونه او صنعتکاران د دغه شرکت پوروړي دي.

عبدالرحمان رحماني د بریښنا شرکت سوداګریز رییس څرګنده کړه:«د برېښنا شرکت ټولو پوروړو ته له نن څخه وروسته یوه میاشت وخت ورکول کېږي چې خپل پورونه پرې کړي، که يې پرې نه کړي د دوید دوسیې قضايي، عدلي او شرعي ارګانو ته سپارل کېږي چې بیا د شکایت حق نه لري.»

همدارنګه د یاد شرکت مسولین وايي، د تولیدي برېښنا په برخه کې يې د ایراني او چینايي شرکتونو سره هم لیدني تر سره کړي او همدارنګه یاد شرکت چې د وارداتي برېښنا په برخه کې د ځینو هېوادونو څخه پوروړي دي، په راتلوونکو اوونیو کې به یوه برخه پیسي هم یادو هېوادونو ته وسپاري.

حکمت الله نورزي د برېښنا شرکت ویاند وویل:«د یو شمېر چینايي دولتي کمپنیو سره په تماس کې یوو چې د سکرو په برخه کې موږ ته برېښنا تولید کړي یعني موږ په دي لټه کې یوو چې وکړای شو ډېره ارزانه او غوره برېښنا هېوادوالو ته ورسوو.»

بل خوا شنونکي وايي، که د برېښنا شرکت څخه پوروړي یادي پیسې ورنه کړي شونې ده د وارداتي برېښنا په برخه کې ډېرې ستونزې پیداشي.

امان الله غالب د برېښنا شرکت پخوانی رییس څرګندوي:«د برېښنا د مصرف بیلونه که سیاسیون وي که صنعتي فابریکې وي که يې پر وخت بیلونه تحویل نه کړي، دا به د افغانستان د برېښنا پر شرکت او هم به پر هغه هېوادونو چې افغانستان ورڅخه برېښنا پېري ډېر زیانمن تمام شي.»

دم ګړی په افغانستان کي ۸۵۰ میګاواټه برېښنا شتون لري خو مسوولین وايي په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه