Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت او د ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه

په نیمروز ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې نن مازدیګر د اسلامي امارت او ایران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، په دغې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو د ایران پوله ساتو ځواکونو پنځه پوستې د دواړو هېوادونو د پولو په اړوند ده رییس سیمه کې نیولي دي.

دغه نښتې نن مازدیګر پيل شوې او د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ.

بلخوا اسلامي امارت د ایراني پوله ساتو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د نښتې پخلی کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوع نیوز ته وايي چې دغه نښتې نیمروز ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا اوس دغه نښتې درېدلي او کومه مرګ ژوبله نه لري.

ښاغلی کریمي د دغې نښتې د علت په هکله څه نه وايي.

ایراني چارواکو تراوسه په دې هلکه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

بلخوا اسلامي امارت د ایراني پوله ساتو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د نښتې پخلی کوي او وايي چې دغې نښتې کومه مرګ ژوبله نه ده لرلې.

تصویر بندانگشتی

په نیمروز ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې نن مازدیګر د اسلامي امارت او ایران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، په دغې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو د ایران پوله ساتو ځواکونو پنځه پوستې د دواړو هېوادونو د پولو په اړوند ده رییس سیمه کې نیولي دي.

دغه نښتې نن مازدیګر پيل شوې او د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ.

بلخوا اسلامي امارت د ایراني پوله ساتو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د نښتې پخلی کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوع نیوز ته وايي چې دغه نښتې نیمروز ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا اوس دغه نښتې درېدلي او کومه مرګ ژوبله نه لري.

ښاغلی کریمي د دغې نښتې د علت په هکله څه نه وايي.

ایراني چارواکو تراوسه په دې هلکه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه