Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګرو ملتونو د افغانستان د څوکۍ په اړه خپله پرېکړه ځنډولې ده

یو شمېر باخبره دیپلوماتانو رویټرز ته ویلي، د ځنډ معنی دا ده چې اسلامي امارت نه شي کولای اوس مهال دا چوکۍ خپله کړي.

د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو کمېټې پرون په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه ونه کړه او هغه یې و ځنډه وله.

رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله وایی، د دغه څوکۍ د ځنډ لامل دا دی چې اسلامي امارت اوس مهال د څوکۍ د تر لاسه کولو اجازه نه لري. دغې کمېټې د افغانستان د څوکۍ په هکله هغه مهال مشورې پیل کړې چې اسلامې امارت سهیل شاهین د دغه څوکۍ لپاره خپل نوی استازی وټاکه.

دغې ۹ کسیزې کمیټې چې روسیه، چین او امریکا په کې شامل دي، پرون د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې غونډه وکړه خو تر اوسه یې د افغانستان د څوکۍ په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې. یو شمېر دیپلوماتانو رویټرز ته ویلي، چې په دې اړه وروستۍ پرېکړې نه کیدل به د دې لامل شي چې په ملګرو ملتونو کې د پخواني افغان حکومت له خوا ټاکل شوی استازی غلام اسحاقزی په خپل ځای پاتې شي.

خو د غوراوي کمېټې مشر په خپله دنده کې د ښاغلي اسحاقزي د پاتې کېدو په اړه څه نه دي ویلي. د دې پرېکړې په غبرګون کې اسلامي امارت وايي، دا پرېکړه د عدالت پر بنسټ نه ده او د افغانانو حقونه له پامه غورځول شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین په ټویټر کې لیکلي: "د ملګرو ملتونو ځانګړې کمیټې پرون پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان څوکۍ باید د اوس لپاره نوي افغان حکومت ته ونه سپارل شي. "د دوی پریکړه د اصولو او عدالت پر بنسټ نه وه ځکه دوی له افغانانو څخه خپل مشروع حق اخستی دی."

شاهین وویل، اسلامي امارت تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې به دغه څوکۍ د افغانستان او نړۍ تر منځ د مثبت تعامل د رامنځته کولو په موخه، نوي حکومت ته وسپارل شي. د اعتبار ورکولو کمیټه هر کال د ملګرو ملتونو د ټولو غړو د اعتبار بیاکتنه کوي او خپل راپور د کال له پای څخه د مخه د تصویب لپاره د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کوي.

د ديپلوماتانو په وينا، د دې کميټې او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې اکثره غړي د رايو په اکثريت د دغو څوکيو په اړه پرېکړه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه