Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د حقونو په اړه د ملا هبت الله اخندزاده فرمان

له تمې سره سره د طالبانو مشر د نجونو او ښځو د تعلیم او همدارنګه د کار د حق په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د جمعې په ورځ د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې ټولو دولتي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ته لارښوونه شوې، چې د ښځو د حقونو د ښه تأمین په برخه کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي.

په دې حکم کې راغلي:

۱- د واده په وخت کې د بالغو نجونو رضايت ضروري دی، البته هغه نکاح چې په هغه کې فتنې او فساد نه وي. هیڅوک حق نه لري چې ښځه په زوره واده وکړي.

۲- ښځه مال نه دی، بلکې ازاد او باعزته انسان دی، هیڅوک یې د سولې په نامه په (بدو) کې نه شي ورکولی.

۳- د مېړه له مړينې وروسته چې کله شرعي عدت (څلور مياشتې او لس ورځې يا د اولاد زېږون) تېر شي، نه د مېړه ورور او نه بل څوک له کونډې سره په زور نکاح کولای شي. کونډه د واده کولو او د خپل برخلیک د ټاکلو اختیار لري (په دې شرط چې د کفو اصول او د فتنې او فساد مخنیوی په پام کې ونیول شي).

۴- له نوي مېړه څخه مهر اخيستل د کونډې شرعي حق دی.

۵. ښځه د میړه، اولاد، پلار او نورو خپلوانو په مال کې د میراث حق او ثابته برخه لري، هیڅوک نه شي کولای د هغه له حق څخه محرومه کړي.

۶- هغه کس چې څو مېرمنې ولري، د ټولو ښځو حقوق باید د شرعي حکم له مخې ورکړي او د هغوی تر منځ عدالت تأمين کړي.

په فرمان کې راغلي چې د حج او اوقافو وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د سترې محکمې په ګډون اړوند بنسټونه دې د فرمان د لا ښه تطبیق لپاره لازم اقدامات وکړي.

له تمې سره سره د طالبانو مشر د نجونو او ښځو د زده کړو او همدارنګه د کار د حق په اړه څه نه دي ویلي. د اسلامي امارت په حکومت کې د ښځو او نجونو له کار او زده کړو نه محرومیت تل په افغانستان او نړیوالو غونډو کې د بحث موضوع ګرځیدلې ده.

د تمو سره سره، د طالبانو مشر د نجونو او ښځو د ښوونې او روزنې او همدارنګه د کار ته د لاسري د حق په هکله څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه