Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حامد کرزي د ټول ګډونه حکومت او د هغه په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

حامد کرزی وايي، د لویې جرګې رابلل به نوي حکومت ته مشروعیت ورکړي او د هغه ​​رسمیت پېژندلو ته به لاره هواره کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، نوی حکومت باید ټول شموله او د ټولو خلکو استازیتوب وکړي او بیا یې نړیواله ټولنه باید په رسمیت وپېژني.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي کرزي ویلي، چې د لویې جرګې رابلل به د نوي حکومت په پېژندلو او مشروعیت کې مهم رول ولوبوي.

کرزي وویل: "په یقیني ډول موږ غواړو چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره اړیکې ولري او اوسنی حکومت په رسمیت وپیژني. خو دا هم باید په هیواد کې دننه یقیني شي چې حکومت د هر چا استازیتوب کوي. بیا موږ د نړیوالې ټولنې څخه د پیژندلو غوښتنه کوو، او دا ټول باید په موازي توګه ترسره شي. اوسنیو حالاتو ته په کتو، د لویې جرګې رابلل یوه ښه ټاکنه ده چې د افغانانو ګټې خوندي کوي او حکومت ته مشروعیت ورکوي."

له بلې خوا ښاغلی کرزی د جوبایدن پر ادارې غږ کوي چې په افغانستان کې له نوي حکومت سره کار وکړي او نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره د دغه هېواد په جوړولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، "ښه به دا وي چې هغوی راشي او د افغانانو سره مرسته وکړي. متحدین او نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره د خپل هیواد په جوړولو کې مرسته وکړي. د دواړو لورو په ټپونو پتۍ و لګوي. دوی باید له طالبانو او د هغوی له حکومت سره کار وکړي".

کرزي په افغانستان کې د امریکا احتمالي هوايي بریدونه تېروتنه بولي او ویلي یې دي چې له هغو سره سخت مخالف دی.

ښاغلی کرزی له هغو افغانانو چې له افغانستانه وتلي دي غوښتنه کوي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي نموړی وايي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه یې له نویو حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

کرزي وویل، "مونږ غواړو چې نجونې نه یوازې ښوونځي ته لاړې شي، بلکې پوهنتون ته هم ولاړې شي او کار وکړي. موږ له طالبانو سره په بېلابېلو موضوعاتو ښه بحثونه وکړل، په ځانګړې توګه کار ته د ښځو راستنېدل، د ښوونځیو پرانستل، د ملي بیرغ پورته کول، د یوې سیاسي پروسې اړتیا او داسې حکومت چې په ټولو افغانانو پورې اړه ولري او ټول افغانان په کې خپل ځانونه وویني".

خو په مسکو کې د افغانستان پخواني سفیر سید طیب جواد د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي چې اسلامي امارت به ډېر ژر د نړۍ له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.

جواد وویل، "طالبان تر اوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دي پیژندلي، هغوی له خپلو ملګرو، نړیوالې ټولنې او افغانانو سره ژمنې کړې دي، خو هغه ژمنې یې نه دي پوره کړي، داسې نه بریښي چې دوی به په خپلو ژمنو عمل وکړي او ډیر ژر به د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه د روسیې لخوا په رسمیت وپیژندل شي".

د پوهنتون استاد، حمید عزیز مجددي وویل، "که متحده ایالات طالبان په رسمیت ونه پیژني، په سیمه کې به تر ټولو ستره ننګونه وي، چې د هیڅ هیواد او هیچا په ګټه نه ده".

اسلامي امارت تل ویلي چې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او ټینګار یې کړی چې نړیوالو ته یې خپل مسوولیتونه ادا کړي او ډېر ژر به د نړۍ د هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

حامد کرزی وايي چې د لویې جرګې ترسراوی به نوي حکومت ته د مشروعیت لامل شي او د رسمیت پېژندلو لپاره به یې لار هواره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه