د آغلې فروتن د خبرو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د وینا پوخ هرکلی وشو.
د لندن فایننشل ټایمز د هرات ۱۵ کلنه زده کوونکې ستوده فروتن د ۲۰۲۱ کال د ۲۵ تر ټولو اغېزمنو ښځو په توګه نومولې ده. یوه میاشت وړاندې ستوده فروتن په هرات کې یوې غونډې ته په زړه پورې لنډه وینا وکړه چې د اسلامي امارت مسؤلین یې وهڅول چې نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.
ستوده فروتن، چې یوه زده کوونکې هم ده، د میلاد نبي ص په جشن کې یې د نجونو د ښوونځیو د دروازو په تړلو نیوکه وکړه.
هغې وويل: "نن د نجونو د استازې په توګه زه غواړم تاسو ته زموږ د زړونو پيغام ورسوم. موږ ټول پوهیږو چې هرات د علم ښار دی، ولې باید د نجونو ښوونځي تړلي وي؟"
په په دغه ناسته کې شاوخوا دوه سوه کسانو ګډون کړی وو او آغلې فروتن له اسلامي امارت وغوښتل چې د نجونو د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.
د آغلې فروتن ویډیو ټیپ په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د هغې د وینا ستاینه وکړه.
فایننشل ټایمز اوس ستوده د هغې په زړه پورې وینا له امله او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره د چارواکو هڅولو له کبله د کال د ډیرو اغیزمنو میرمنو په لیست کې شامله کړې ده.
فایننشل ټایمز هر کال د نړۍ د هغو ۲۵ با نفوذه ښځو نوملړ خپروي چې د سولې او ښځو لپاره یې د خیریه فعالیتونو په برخو کې کار کړی وي.
په دې اړه مو اندونه