Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځينې اروپايي هېوادونه غواړي چې کابل کې ګډه استازولي پرانیزي

په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو د نږدې څلورو میاشتو له تېرېدو وروسته، ظاهراً له افغانستان سره تعامل او د ډېپلوماټيکو اړیکو جوړېدو ته د نړۍ د هېوادونو لېوالتیا زیاته شوې.

د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون په افغانستان کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو د یوې ګډې استازولۍ د پرانېستلو خبره کوي.

ښاغلی مکرون زیاتوي چې دغه استازولی د ځينو اروپايي هېوادونو د سفیرانو لپاره دا شونې کوي چې افغانستان ته راستانه شي.
 
د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون څرګندوي:«موږ د اروپا د څو هېوادونو د یوه داسې سازمان په تړاو فکر کوو، چې د څو اروپایي دولتونو لپاره دا زمینه برابره کړي چې سفیران یې په یوه ځای کې حضور ولري. پرېږدئ چې روښانه کړم چې دغه کار له سیاسي خبرو او د طالبانو له په رسمیت پېژندلو سره توپېر لري.»

ورته مهال اسلامي امارت د اروپايي هېوادونو له دغې پرېکړې هرکلی کوي.
  
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«له ټولو هېوادونو غواړو چې خپلې استازولۍ او ډيپلوماټيکې اړیکې پیاوړې کړي او له افغانانو سره مرسته وکړي.»

که څه هم اوس مهال د روسیې او ایران په ګډون تر لسو د ډېرو هېوادونو سفارتونه په کابل کې پرانیستي دي. خو تر اوسه کوم هېواد نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو مسله نور وخت ته اړتیا لري.
             
د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین وايي:«د ترهګر په نامه له طالبانو سره شل کاله وجنګېدل، دوی له خپلو خلکو سره یو ډول ستونزې سره مخ دي. دوی یعنې لوېدیځ او اروپايي حکومته وخت ته اړتیا لري چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي هغه جګړه یې چې په افغانستان کې کړئ ده تر دغه عنوان لاندې تېروتنه وه.»
       
د سیاسي چارو شنونکي شهزاده مسعود هم وویل:«اسلامي امارت باید د مثبت تعامل له لارې له نړۍوالې ټولنې سره خپلې اړیکې جوړې کړي.»

اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای آیډه ویلي دي چې نړۍواله ټولنه د بل هر وخت پر تله باید له طالبانو سره تعامل ولري، ځکه د ده په باور له هغوی سره نه تعامل تر ډېره د افغانستان پر خلکو اغېز کوي.

د فرانیسې ولسمشر اېمانول مکرون زیاتوي چې دغه استازولی د ځينو اروپايي هېوادونو د سفیرانو لپاره دا شونې کوي چې افغانستان ته راستانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه