Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: ځينې پوځي الوتکې بېرته هېواد ته راوړل شوې

د بلخ ولایت ځايي چارواکي د افغان پوځي ځواکونو د ځينو هغو الوتکو له بېرته راوړلو خبر ورکوي چې د تېر حکومت د پرځېدو په وخت کې د افغان پیلوټانو له خوا ګاونډيو هېوادونو ته وړل شوې وې.

د هوايي ځواکونو په لسګونه پیلوټان او تخنیکي کارکوونکي د حکومت د پرځېدو په لړ او له هغې وروسته د احتمالي ګواښونو له امله له څو الوتکو سره د منځۍ اسیا هېوادونو ته پناه یوړه.

د الفتح قول اردو قومندان عطا‌ء‌الله عمري وايي:«هغه الوتکې چې له هېواده بهر ته وړل شوې وې، هڅې وشوې او د دغو هڅو په پایله کې یو شمېر یې ترلاسه شوې او بېرته افغانستان ته راولېږدول شوې.»

د اسلامي امارت مسوولین له هغو افغان نظامي پیلوټانو چې، له هېواده بهر تللي غواړي چې، بېرته راستانه شي او له نورو ځواکونو سره په ګډه کار وکړي.

له بل لوري، د بلخ د هوايي لوا قومندان ضیاء‌الحق عاصم په دغه ولایت کې د هوايي ځواکونو له پیاوړي کېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې، د دغو ځواکونو د تخنیکي او انجنیرۍ ډلې اوس اوس یوه نظامي الوتکه ترمیم او بېرته یې فعاله کړې ده.

نوموړی زیاتوي:«الوتکه خرابه شوې وه او د ترمیم لپارهباید دوبۍ ته وړل شوې وای... د پيلوټانو او انجینرانو له زحمتونو سره دغه الوتکه ورغول شوه.»

څو ورځې مخکې دغو ځواکونو د بلخ په نظامي هوايي ډګر کې یو پوځي پرېټ هم ترسره کړ. تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د هوايي ځواکونو له افسرانو په ناسته کې ویلي و چې، داسې یو هوايي ځواک به جوړ کړي چې، د نورو هېوادونو مرستو ته اړتیا ونه لري.

د مخکیني حکومت له پرځېدو سره، ځينې هوايي ځواکونه د بېلابېلو ګواښونو له امله له څو الوتکو سره له هېواده بهر ته ولاړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه