Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د بشري حقونو په هکله د څه باندې ۲۰ هېوادونو ګډه اعلامیه

د امریکا، بریټانیا او فرانسې په ګډون څه باندې شلو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د تېر حکومت د نظامیانو د وژل کېدو ادعا اندېښمنوونکې ګڼلې ده او په دې اړه یې په بېړه د څېړنې غوښتنه کړې ده.

دغه ګډه اعلامیه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې ده.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلې ده:«موږ ټینګار کوو چې، دغه ادعا د بشري حقونو نقض دی او د طالبانو له لوري له اعلان شوې عمومي بښنې سره په ټکر کې ده. په دې تړاو دوسیې باید په راڼه او په بېړه وڅېړل شي او تورن کسان باید ځواب ویونکي واوسي. د دغو دوسیو پایلې باید خپرې شي؛ څو د نورو وژنو او لادرکه کېدو مخنیوی وشي.»

دغه هېوادونه له کابله غواړي چې، عمومي بښنه په ټولو ولایتونو کې عملي کړي او دا ډاډ هم باید ترلاسه کړي چې، د اسلامي امارت ټول ځواکونه هم رعایتوي.

په بیانیه کې راغلي:«رپوټ شوې دوسیې باید په بیړه او رڼه توګه وڅېړل شي او تورن باید ځواب ورکړي. د دغو دوسیو څېړنه باید خپره شي ترڅو د وژل کېدو او ورکېدو مخه ونیول شي.»

په یاده اعلامیه کې همداراز راغلي چې، دوی به اسلامي امارت د دوی د کړنو له مخې وارزوي.

خو اسلامي امارت بیا د تېر حکومت د نظامیانو د وژنې ادعا بې بنسټه ګڼي.

د نومبر په وروستیو کې د بشري حقونو څار سازمان په یوه رپوټ کې ویلي وو چې، په تېرو درېیو میاشتو کې په غزني، کندهار، هلمند او کندز ولایتونو کې د تېر حکومت څه باندې ۱۰۰ نظامیان وژل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم دغه رپوټ رد کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه