Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په تړاو داسلامي هېوادونو غونډه به تر دوو اوونیو جوړه شي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په هکله د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو یوه فوق العاده غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې ده،د ډسمبر په نولسم اسلام آباد د دغې غونډې  کوربه وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې پر بشري ناورین هم خبرې وشي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي زیاتوي:«د دې غونډې اصلي موخه په دې تړاو زموږ اندېښنه ده چې که پر وضعیت غور ونه شي، ښایي هلته یو انساني ناورین رامنځته شي.»

قریشي خبرداری ورکوي که چېرې د افغانستان پر وضعیت غور ونه شي، په دغه هېواد کې به نوې جګړې ته لار هواره شي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندوي:«که پر وضعیت غور ونه شي، یو نوی ناورین به رامنځته شي او دا ناورین به د افغانستان د بې ثباتۍ لامل شي او دا بې ثباتي به د افغانستان یوې نوې جګړې ته لاره هواره کړي. که خدای مه کړه داسې یوه جګړه وشي، د کډوالو د چوپو د ماتېدو لامل به شي.»

د رپوټونو له مخې، دغې غونډې ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي، امریکا، برېټانیا، اروپایي ټولنه روسیه او چین هم بلل شوي دي.
               
د حزب اسلامي د مشرتابه  شورا غړی کریم امین وايي:«اسلامي امارت عناصر او ځينې وړاندې کونې ولري چې پرې استدلال وکړای شي. لومړی د دوی او د دوی د دولتونو قناعت حاصل شي او وروسته د نړۍ په کچه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره له خپلو ډله ییزو وړاندیزونو سره لابي ګري وکړي.»

کابل دا غونډه مهمه بولي او وایي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان په استازیتوب به په دې غونډه کې څوک ګډون وکړي او کنه.
              
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وویل:«دا غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده ځکه چې د افغانستان د موضوعګانو د حل په هکله ده.»

بل خوا د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د جوړېدو هرکلی کړی، خو په پاکستان کې یې د دې غونډې له جوړېدو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. 

ټاکل شوې ده چې دغه غونډه د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۹مه په اسلام اباد کې جوړه شي او د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه