Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بښنې نړۍوال سازمان د امنو کورونو د پرانیستو غوښتونکی دی

د بښنې نړۍوال سازمان په یوه نوي رپوټ کې له اسلامي امارته غوښتي دي چې د ښځو چارو وزارت او امن کورونه پرانیزي.

په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د امنو کورونو په تړل کېدو سره، هغه مېرمنې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي، اوس مهال له ګواښونو او ان مرګ سره مخ دي. دغه سازمان له اسلامي امارت نه غواړي چې په افغانستان کې امن کورونه بېرته پرانېزي.
 
د بښنې د نړۍوال سازمان منشي اګنس کالامار په دې هکله وايي:«د تاوتریخوالي قرباني ښځې او نجونو د جنسیت له امله اوس مهال په افغانستان کې پرخپل حال پرېښودل شوې دي. د هغوی د ملاتړ مرکزونه او پناه ځایونه له منځه تللي دي، طالبانو په ټول هېواد کې له فکر کولو پرته د زندانونو دروازې خلاصې کړي چې دې چارې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله پر زندان د محکومو کسانو خطر زیات کړی دی.»

په دغه رپوټ کې همدارنګه له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې ښځو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د امنو کورونو لپاره اوږدمهاله او بیړنۍ بودیجه برابره کړي.

حماسه هغه مېرمن ده چې د خپل عمر ډېره برخه یې د ښځو لپاره په عدالت غوښتنې تېره کړې ده. دا وایي چې تل د خپلو خپلوانو او دوستانو له لوري د همدې موضوع له امله له لفظي تاوتریخوالي، ګواښ او ان برید سره مخ شوې ده.

حماسه زیاتوي چې د هغو ښځو د ملاتړ د مرکزونو په تړل کېدو سره چې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، نه ده توانېدلې چې خپل شکایت ثبت کړي.
 
مدني فعاله حماسه زیاتوي:«ما د ښځو د حقونو د غوښتنې لپاره خپل ماشوم له لاسه ورکړ او اوس مې روحیه هم خرابه شوې ده او شوک مې لیدلی که چېرې خاوند مې مرسته وه کړي، زه یو مړی یم.»
  
د ښځو چارو وزارت پخوانی ویانده رویا داد رس څرګندوي:«موږ له نوي حکومته غواړو چې ښځو ته په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي جوړښت کې ونډه ورکړي چې ښځې وکړای شي د سړی ترڅنګ فعالیت وکړي.»

د مخکیني حکومت د ښځو چارو وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ ۲۷ مرکزونو یا امنو کورونو کې فعالیت درلود چې د تاوتریخوالي قرباني شویو ښځو ته یې خدمونه وړاندې کول، خو د مخکیني حکومت په سقوط سره د ښځو چارو وزارت په ګډون ټول دغه مرکزونه له فعالیت نه پاتې دی.

اسلامي امارت وايي چې ښځې اوس له ګواښ سره مخ نه دي او د امنو کورنو پرانیستو ته اړتیا نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه