Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې معترضان دټولنیز عدالت او د ښځو حقونو د تامین غوښتونکي شول

ځينې استادان او د مدني ټولنې ځينو غړو په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې له اسلامي امارته وغوښتل چې د حکومت په جوړښت کې د ټولنې ټولو پرګنو ته ونډه وکړي.

دوی د «طالبان دې له خپل ملت سره پخلاینه وکړي» او «د افغانستان د کړکېچ حل، د عدالت تامین، برابري او د افغانانو ترمنځ د یو بل منلو» له شعارونو سره د کابل واټونو ته راووتل.

دوی د پخلاینې، د عدالت د تامین او د یو بل د منلو په شعارونو سره له اسلامي امارت نه غواړي چې په حکومت کې د ټولنې ټولو لورو او قشرونو ته ونډه ورکړي.

معترض محمد صابر وايي:«د طالبانو مشرانو او ټولو چارواکو ته واضح پيغام لرو، که چېرې غواړئ پایښت ولرئ او زموږ هېواد له ټيکاو برخمن شي، راشې او په افغانستان کې له ټولو لوریو سره جوړ شئ، یو بل ومنو او عدالت تامین کړو.»

بل لاریون وال نظر محمد انوري هم وویل:«باید ښځو ته د کار موکه ورکړل شي، نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.»

دغه معترضې مطرمنې وایی چې د ښځو ستونزه یوازې په بد ورکولو او اجباري نکاح کې نه ده بلکې ډیر محرومیتونه لري چې باید ورباندې غور وشي.
 
معترضه شیلا انسان دوست وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته اسلامي او شرعي حقونه راکړل شي، اسلامي شریعت ښځو ته هر څه ورکړي دي، دوی دې داسې نه کوي چې له شریعت څخه یې څه خوښ شي ومني او هغه څه یې چې خوښ نه شي هغه ونه مني.»

بل خوا د هېواد د پخواني حکومت د دفاع وزارت یو شمېر مخکینۍ منسبوبینې په یوه ناڅرګند ځای کې په راټولېدو سره وایي چې نړۍ په خپلې چوپیتا سره دوی  یوازې پرېښي دي.

اخوا چارواکي وایي چې حکومت په حکومتي او خصوصي ادارو کې د ښځو د حضور په تړاو پر یوې طرحې کار کوي چې په نهایي کېدو سره به یې د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شي.
 
د اسلامي امارت ویاند احمد الله وثیق وویل:«په ټولو ادارو کې چې مخکې ښځينه مامورینو کار کاوه، په خپلو ځایونو کې دي، معاشونه یې ورکول کېږي. هغه طرحه چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په هکله ده وروستۍ شي، هغوی کولای شي وګومارل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او د حکومت په اډانه کې ښځو ته د ونډې ورکول له اسلامي امارت نه د نړۍوالې ټولنې هغه غوښتنه ده چې پر عملي کېدو یې ټینګار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه