Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

المان غواړي په نوي زیږدیز کال کې خپل ډپيلوماټان کابل ته واستوي

د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی یاسپر ویک وايي چې شونې ده د ۲۰۲۲ زیږدیز کال له پيل سره خپل ځينې ډپيلماټان افغانستان ته واستوي.

نوموړي د پروسټانټ د اکاډمۍ په پنځه دېرشمه غونډه کې افغانستان ته د جرمني ډېپلوماټیو د احتمالي راتګ خبره کوي. که څه هم یاسپر ویک ویلي دي چې ټاکل شوې ده، د راتلونکي کال په لومړیو کې د دغه هېواد ډېپلوماټان هېواد ته راستانه شي، خو ټينګار کوي چې د هغوی راستنېدل د جرمني له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.
 
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی یاسپر ویک زیاتوي:«افغانستان ته زموږ د یو شمېر ډيپلوماټانو ستنېدل متصور دي. ټاکل شوې ده، دغه ډيپلوماټان د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې په کابل کې خپل ماموریت پېل کړي. خو تر ترهغې وړاندې باید په افغانستان کې د جرمني د دغو استازو لپاره امنیتي مسایل حل شي.»

سره له دې چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه د اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژندلو ټینګار کوي، خو ولې ورسره جوخت، په هېواد کې د خپلو سیاسي استازولوی  او سفارتونو پرانېستلو ته لېوالتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکي ظاهرمطهري وویل:«د المان دولت د دې په هڅه کې دی چې له اسلامي امارت سره یوه سوله ییزه لار پیدا کړي چې افغانستان ته خپلې بشري مرستې ورسوي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید باقر کاظمی هم زیاتوي:«دا ډول پروګرامونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره پلمې دي.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال چې د هېوادونو د سفارتونو پرانېستل کېدل له نړۍ سره د اړیکو د ښه والي لپاره یو ګام ګڼي، د جرمني دغه ګام ستایي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«موږ له دا ډول اقداماتو هرکلی کوو، باید نور هېوادونه هم سبقت وکړي او د ټولو هېوادونو ننګونې د ډپيلماټيکو خبرو اترو له لارې حل کېږي او موږ پر دغه بهیر باوري یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې په کابل کې خپلې استازولۍ پرانېستې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال چې د هېوادونو د سفارتونو پرانېستل کېدل له نړۍ سره د اړیکو د ښه والي لپاره یو ګام ګڼي، د جرمني دغه ګام ستایي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه