Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان څوکۍ په اړه دپرېکړې ځنډول؛ اسحاقزی په خپل ځای پاتې شو

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د څوکۍ په اړه خپله پرېکړه وځنډوله نو په دې سازمان کې د حکومت پخوانی استازی غلام محمد اسحاقزی په خپله دنده پاتې شو.

د دې سازمان د اعتبار ورکولو کمېټې تېره اوونۍ د افغانستان د څوکۍ په اړه پرېکړه وځنډوله او ویې ویل چې عمومي غونډه به په دې اړه پرېکړه وکړي.

پرون په عمومي غونډه کې د اعتبار ورکولو د کمېټې پرېکړه تصویب شوه، چې له مخې به یې د پخواني افغان حکومت استازی په دې اداره کې پاتې کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ راهیسې یوه جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.

اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه سهیل شاهین نومولی، خو ملګرو ملتونو پرې موافقه نه ده کړې.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ویلي دي چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره پر کار متمرکزه دي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د پرېکړې په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب حق لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي: "نوی افغان حکومت په ټوله خاوره کې د یوه مسؤول او خپلواک حکومت په توګه چې د ټولو خلکو خوندي امنیت یې تامین کړی، په ملګرو ملتونو کې د افغانانو د استازیتوب مشروع حق لري".

بلخي زیاته کړه، اسحاقزي ته د افغان څوکۍ ورکول د افغانانو په حقونو تېری دی. هغه زیاته کړه،"په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ پاتې کېدل د داسې چا په لاس کې چې له مرکز او د افغانستان له حکومت او خلکو سره اړیکې نه لري، د افغانانو له مشروع حقونو څخه سرغړونه ده".

د پرېکړې له مخې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی غلام اسحاقزی په خپله دنده پاتې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه