Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندونیزیا وايي کابل کې به ډېر ژر خپل سفارت بېرته پرانیزي

اندونیزیا اعلان کړی دی چې په نږدې راتلوونکي کې خپل استازولي په افغانستان کې بېرته پرانیزي او د افغانستان له نوي حکومت سره جوړونکی تعامل به پيل کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چازو وزارت په وینا دا کار به د کابل او جاکارتا ترمنځ رغنده تعامل زیات کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ټينګار کوي چې د سفارت بېرته پرانیستل په د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو په مانا نه وي.
 
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت استازی عبدالقدیر جیلاني وايي:«زموږ موخه د رغنده تعامل لرل دي، په لومړي ګام کې د بشرپالنې په تېره بیا له ښځو سره د مرستې، تحصیلي بورسونو او نورو چارو په برخه کې، ځکه زموږ ګټې د یوه پراخ او سوله ییز افغانستان په لیدولو کې دي.»

په دې لړ کې کابل په افغانستان کې د اندونیزیا د سیاسي استازولۍ پرانېستل ستایي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال له نورو هېوادونو سره د افغانستان تعامل مهم بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«موږ د نړۍ هېوادونو د سیاسي استازولیو له بیاپرانیستو هرکلی کوو او له نورو هېوادونو هم غواړو چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره له نوي حکومت سره تعامل ولري او خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي.»

د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته اندونیزیا په کابل کې د خپل سفارت چارې د لنډمهال لپاره په پاکستان کې خپل سفارت ته وسپارلې.

 څه موده وړاندې فرانسې او جرمني هم په نږدې راتلونکې کې د خپلو سیاسي استازولیو د پرانیستلو لپاره افغانستان ته د خپلو ډيپلوماټانو د لېږلو خبره وکړه.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي څرګندوي:«د نړۍ هېوادونه له ډپيلوماټيک پلوه حق لري چې په هر هېواد کې سیاسي استازولي ولري او د رسمیت پېژندلو مسله د حکومت په کړنې پورې تړاو لري او له نړۍ سره د جوړجاړي لپاره باید ځينې کړنې عملي کړي.»
          
د سیاسي چارو شنونکی محمد فیصل هم وايي:«د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره حکومت ومني او له هغه سره تعامل وکړي چې د خلکو لپاره کار وکړي او د ټولو قومونو د فعالیت لپاره زمینې برابرې کړي.» 

په افغانستان کې د نړۍ د هېوادونو د سیاسي استازولۍ د پرانېستل کېدو په لړ کې دا ځل اندونیزیا هم وایي چې په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه