Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د جنګي جنایتونو دڅېړنې د پیل لپاره د جرمونو محکمې ټينګار

د جرمونو د نړۍوالې محکمې د اساسنامې د غړو هېوادونو په شلمې عمومي غونډه کې د نړۍ پر نورو مسایلو سربېره،په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تړاو د څېړنو پر پېلېدو هم بحث شوی دی.

د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان د برخې څارنوال یو ځل بیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړلو په برخه کې د امریکا د نه شاملېدو له پرېکړې دفاع وکړه او په افغانستان کې یې د طالبانو او داعش ډلې د جنګي جنایتونو پر څېړلو ټینګار وکړ.

د جرمونو په نړۍواله محکه کې د افغانستان د برخې څارنوال کریم خان وویل:«د شواهدو پر بنسټ مو پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د پراخوالي، کچې او اندازې له پلوه تر ټولو بد جنایتونه د داعش او دغه راز طالبانو له لوري شوي دي.»

بل خوا اسلامي امارت د جرمونو د نړۍوالې محکمې څېړنې یو اړخېزې ګڼې او ټینګار کوي چې دوی په افغانستان کې هېڅ ډول جنګي جنایت نه دی ترسره کړی.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«اسلامي امارت په افغانستان کې د ولسي وګړو په وړاندې هڅې ډول جنګي جرمونه نه دي ترسره کړي. په تېرو شلو کلونو کې موږ یوازې د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره مبارزه کړې ده.»

د دغې محکمې څارنوالانو د جرمونو له نړۍوالې محکمې غوښتي دي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړلو ته اجازه ورکړي. 

خو د سیاسي چارو شنوونکي وايي چې د امریکا جنګي جنایتونه دې هم په دغو څېړنو کې شامل کړای شي.
 
د نړۍوالو اړیکو شنونکی مهدی افضلي وايي:«دغو محکمو د افغانستان په ۴۰ کلنې جګړه کې ونه شوای کړی چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ترسره کوونکو په برخه کې یوه کره او ټول اړخیزه څېړنه وکړي چې په افغانستان کې د دغو اقدامونو مسوولان د هغه له ترسراوي وېره ولري.»
   
د نړۍوالو اړیکو شنونکی احمد خان اندړ هم زیاتوي:«په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د پوځیانو حضور جنګي جنایتونه کړي دي چې په دغو محکمو کې ځينې حساسیتونه ځای لري چې د دغو جنایتونو د څېړنې مخه نیسي.»

د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تړاو لومړنۍ څېړنې په ۲۰۰۶ کال کې پېل کړې. وروسته په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان مخکیني حکومت له دغې محکمې وغوښتل چې په دې تړاو خپلې څېړنې ودروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه