Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کونړ زده کوونکې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي

په کونړ ولایت کې زده کوونکې له شپږ ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي.

د دغه ولایت زده کوونکې وايي چې هغوی ته د نورو زده کوونکو په توګه اجازه ورکړل شي چې خپلې زده کړې پای ته ورسوي.

یو له زده کوونکو وايي:«زما خویندې په اتم او نهم ټولګي کې دي، تل پوښتنه کوي چې کله زموږ ښوونځي پيلېږي. هغوی د ښوونځيو له تړل کېدو خفه دي. له اسلامي امارته غواړو چې ښوونځي پرانیزي.»

ورته مهال د دغه ولایت ځينې قومي مشران حکومت د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو په هکه په دوه ګوني چلن ترن وي او ټينګار کوي چې باید ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي دې هم د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

خانزاده ډېر کلونه کېږي چې د دې ښوونځي خدماتي چارسمبلی دی، هغه وايي، د کونړ په مرکز کې د بي بي فاطمې په نوم د دغه ښوونځي له شپږم، د پورته ټولګيو زده کوونکې ترې هر سهار پوښتنه کوي چې درسونه يې کله شروع کېږي.

نوموړی زیاتوي:«هره ورځ نجونې راځي او له ما پوښتي چې ښوونځی کله پیلېږي، کله چې وایم معلومه نه ده، خفه شي، حتا په کوڅه کې چې هم ما ویني دا پوښتنه کوي.»

په کونړ کې ټول ‌ټال ۵۲۲ ښوونځي شته چې د معلوماتو له مخې په زده کوونکو کې يې د نجونو شمېر تر ۷۰ زره رسېږي، خو ښايي اوس يې ډېری له زده کړو بې برخې دي.

د دې ولايت زده کوونکې وايي، ښوونځي يې بايد پرانیستل شي، څو د نورو ولايتونو د زده کوونکو په څېر خپلو نیمګړو پاتې زده کړو ته دوام ورکړي.

دولتي ښوونځي ښوونکي سیدا ګل وویل:«په مشرقي ولایتونو کې لېسې تړلې دی، دغو زده کوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته ولاړې شي. ځکه چې زده کړه پر نر او ښځه فرض دی.»

ورته مهال، د کونړ د پوهنې رییس وايي، چمتو دي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې ښوونيز بهیر پيل کړي. 

مولوي محب الله حیدري د کونړ پوهنې رییس څرګندوي:«موږ له مشرانو هیله لرو چې د دې اجازه دې راکړي او موږ کولای شو چې په کونړ کې ښوونځي پرانیزو.»

تراوسه د هېواد په اتو ولايتونو کې له شپږم ټولکي د پورته ښځينه‌و ښوونځي پرانیستل شوي خو د مشرقي زون په څلورو ولايتونو کې د ثانوي زده کړو لپاره د ښځينه زده کوونکو پر مخ د مکتبونو دروازې بند دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه