Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت نوې لارښونه

د اسلامي امارت مشر د اوسني حکومت له چارواکو غوښتي کوم هېوادوال چې د امنیتي او اقتصادي ستونزو په بهانه د هېواد پرېښودلو نیت لري، د هغوی سر ورخلاص کړي او ستونزې یې حل کړي.

د مولوي هبت الله اخونزاده په یو تازه لارښونه کې راغلي دي، هغوی چې بهرنیو هېوادونو ته پناه وړي، له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

بلخوا هغه کسان چې له هېواده بهر د تللو نیت لري، له اسلامي امارت څخه غواړي چې د کډوالۍ د بحران د مخنیوي لپاره خلکو ته د کار پراخ فرصتونه برابر کړي.

ویس په ناقانونه توګه ایران ته د تګ هوډ وکړ او په ډېرې سختۍ سره هلته ورسېد؛ خو بېرته په جبري توګه هېواد ته راګرځول شوی دی.
سره له دې چې، له دې ناقانونه سفر ډېرې ترخې کېسې لري؛ خو بیا هم د اقتصادي ستونزو له امله غواړي چې، پر دې لار بیا ولاړ شي او داسې یوه هېواد ته ځان ورسوي چې، یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

سندرغاړی ویس وايي:«هغه څه مو چې، څه موده مخکې درلودل اوس اصلاً نشته او نه یې لرو. هر څه مو چې، درلودل هغه مو خرڅ کړل او له ایرانه په بېرته راګرځول کېدو سره دلته مو وخوړلې. دم ګړۍ خو ژوند روان دی؛ خو له دې وروسته یې هک حیران یوو چې څه به کوو، څه به خورو، نو اړ یوو چې، بیاځلي یوه بل هېواد ته ولاړ شوو. اوس د خرڅلاو لپاره هېڅ هم نه لرو چې، په هغې سره ناقانونه لاره بیا ووهو.»

له بل لوري، د کډوالۍ په ډېرېدو سره د اسلامي امارت مشرتابه په دې اړه یوه لارښوونه صادره کړې ده.

په دې لارښوونه کې راغلي چې، هغه افغان پناه غوښتونکي چې، د بېلابېلو لاملونو له مخې لوېدیځو هېوادونو ته تللي او یا هم ځي له امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ننګونو لکه په کمپونو کې له بد وضعیت سره د مخېدو، د ځینو مغرضانه پروګرامونو پر بنسټ، له خطر سره د معنوي او اخلاقي ارزښتونو د مخېدو، پر اسلام او اسلامي نظام تور پورې کولو او جعلي اسنادو جوړولو ته له اړ کېدو، د لیاقت، مسلکي مهارتونو او کاري انرژۍ له ضایع کېدو سره مخ کېږي.

همدې چارو ته په کتو د اسلامي امارت رهبر لارښوونه کړې چې، د دغه ډول کسانو ستونزې په اسلامي امارت کې حل کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمد الله وثیق په دې هکله څرګندوي:«د اسلامي امارت عالي قدر مشر چارواکو او والیانو ته ځانګړی امر کړی دی هغو هېوادوالو ته چې غواړي د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله له هېواده ووځي له نږدې وویني، د هغوی ستونزې واوري، د امنیت په هکله هغوی ته ډاډ ورکړي او د هغوی ستونزې حل کړي.»

خلک چې، د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله تر پوزې راغلي حکومت ته وړاندیزونه هم لري.

کابل مېشتی عبدالقدیرمیرزایي وايي:«په هغه صورت کې چې زموږ تحصیل کړي نه شي کولای کار وکړي، چې خلکو ته کار رامنځته کړي، او د هېواد عادي خلک د اقتصاد د برخې له پوهانو په استفادې وکړای شي کار وکړي، د عادي خلکو لپاره ژوند ډېر ستونزمن کېږي.»

دلته هم یو شمېر ځوانان د کابل کمپنۍ سیمې ته راغلي څو له هېواده د بهر تګ لپاره لارې چارې ولټوي.
د کابل اوسېدونکی ګل اغا وايي:«زه دلته راغلی یم د شپې ډوډۍ لپاره باید دروېزه وکړم، د کار لپاره هر چېرته ځم د رد ځواب راکوي کار نشته، په افغانستان کې د ایران پرتله باید لس برابره کار وکړئ او لس برابره کمې پیسې واخلئ.»

تر دې مخکې پر بشري چارو څارونکو د هېواد په پولو کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت له امله اندېښنه ښودلې وه او له نړۍوالو یې غوښتي وو چې، له دغو پناه غوښتونکو سره لږ تر لږه انساني چلن وکړي.

هغه کسان چې له هېواده بهر د تللو نیت لري، له اسلامي امارت څخه غواړي چې د کډوالۍ د بحران د مخنیوي لپاره خلکو ته د کار پراخ فرصتونه برابر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه