Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین ۳مېلیون دوزه واکسین او د ۴۰مېلیون ډالرو په ارزښت مرستې استوي

چین ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره د کورونا ویروس درې مېلیونه دوزه واکسین مرسته وکړي او د ځانګړي شوي واکسین کابو ۸۰۰ زره دوزه نن کابل ته راورسېدل.
 
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي چې نږدې ۲۰۰ زره ډوزه به سبا (پنجشنبې د لیندۍ په ۱۸مه) راوړل شي.

بلخوا د روغتیا وزارت د چین د همکاریو مننه کړې خو په هېواد کې یې د کرونا د بلې څپې د راتلو خبرداری هم ورکړی دی.

د دې سربېره به چین د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت خوراکي، سونګ توکي او همداراز روغتیايي وسایل هم د بشرپاله مرستو په چوکاټ کې برابر کړي.

ښاغلي یو وویل:«موږ له افغانستان سره د ۳ مېلیونه ډزوه واکسین مرسته کوو چې، نږدې ۸۰۰ زره یې نن راورسېدل او شاوخوا ۲۰۰ زره نور به یې سبا راورسېږي. له دې سربېره موږ په نږدې راتلونکي کې د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت نورې بشرپاله مرستې هم کوو.»

عامې روغتیا وزارت وايي، امیندواره ښځې او ماشومان هم کولی شي له دې واکسینه برخمن شي او په وینا یې دغه واکسین هغو ته هېڅ زیان نه رسوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر وویل:«دا واکسینونه په بشپړه توګه بې زیانه دي، حتا امیندواره ښځې او ماشومان هم کولای شي چې دغه واکسین استفاده کړي.»

دغه مرستې په داسې حال کې ده چي، په هېواد کې د کووېډ۱۹ د ځانګړو روغتونونو ډېری یې تړل شوي دي. د افغان جاپان روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون چې، د کووېډ۱۹ ناروغانو لپاره لا هم فعال دی؛ خو دغه روغتون هم اوس له د روغتیايي وسایلو له کمښت سره مخ دی.

د افغان - جاپان روغتون سرپرست زلمی رښتین وايي:«د افغان - جاپان روغتون بسندویه روغتیايي لوازم نه لري، حتا بسندویه خوراکي توکي نشته او اوس له ډېرو ننګونو سره مخامخ یوو.»

د ویلو ده چې، څه موده مخکې چین د ۱۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت د بشرپاله مرستو ټټر هم وهلی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه