Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ملي موزيم نه د ليدونکو شمېر کم شوی دی

د افغانستان د ملي موزیم چارواکي وايي، په دې وروستیو ورځو کې د موزیم له پرانیستلو راهیسې د دې موزیم د لیدونکو شمېر کم شوی دی.

ملي موزیم چې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۵ نېټه د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د لیدونکو پر مخ تړل شوی وو، د لندې میاشتې په لومړیو کې بېرته پرانیستل شو.

د افغانستان د ملي موزیم رییس عین الدین صداقت وویل، "له نېکه مرغه د امنیتي وضعیت په اړه لا له وړاندې اندېښنې موجودې وې، چې خلک ډېر وېرېدل او په اسانۍ یې نه شو کولای د افغانستان د ملي موزیم لیدو ته راشي. له نېکه مرغه اوس امنیتي ننګونې حل شوې دي."

په ورته وخت کې د هېواد د ملي موزیم امنیتي مسوولین د دې ادارې بشپړ امنیت اعلانوي.

د ملي موزیم د امنیت امر خواجه سمیع الله صیاد وویل: "زه د افغانستان او نړۍ ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې دلته راشي، د موزیم دروازه د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو پر مخ خلاصه ده".

خو يو شمېر سيلانيان وايي چې په دغه موزيم کې د لرغونو اثارو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د محمد نسیم په نامه یو تن لیدونکي طلوع نیوز ته وویل: "زه د خپل وطن ملي موزیم ته ډېر وروسته راغلم، خو هغه څه مې چې مخکې لیده لي وو، اوس نشته."

د ملي موزیم یوه کارکوونکي یار محمد وویل: "د اسلامي امارت له راتګه مخکې خلکو ډېر تګ راتګ کاوه، خلک راتلل او تلل، خو د هغه وخت په پرتله اوس د خلکو تګ را تګ کم شوی دی، ځکه موزیم نوی پرانیستل شوی دی".

د ملي موزيم مسوولين د هېواد له موزيم نه د لرغونو اثارو د غلا په اړه اوازې ردوي او وايي چې د دغه موزيم ټول اثار خوندي دي.

دا مهال د هېواد ملي موزيم د تيږو د دورې، د لويديځې يونان د دورې، د کوشانيانو د دورې او د بېلابېلو اسلامي دورو په ګډون د لرغونو تاريخي دورو اثار لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه