Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: یو شانته والی باید په افغانستان کې ورځنی واقعیت شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې پر اسلامي امارت غږ کړی چې د ټولو افغانانو د مساوي حقونو ملاتړ وکړي.

د یوناما په دغه بیان کې راغلي چې سږکال د بشري حقونو د نړیوالې ورځې شعار په "مساوات" تمرکز کوي او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په لومړۍ ماده کې راغلي: "ټول انسانان ازاد پیدا شوي او په کرامت او حقونو کې مساوي دي." ملګرو ملتونو پر اسلامي امارت غږ کړی چې په دې اصولو کې د افغانانو مساوي حقونه وساتي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل، "د برابرۍ او نه تبعیض اصول د هرچا لپاره مهم دي چې له خپلو بشري حقونو څخه برخمن شي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې دا په افغانستان کې یو ورځنی حقیقت وګرځوي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر هم پر اسلامي امارت غږ کړی چې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي. د یوناما په وینا، د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د تېر حکومت له نسکورېدو راهیسې له محدودیتونو سره مخ دي او د دوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د نجونو لپاره د زده کړې نشتوالی او د ښځو لپاره د کار نشتوالی هغه مسایل دي چې یوناما ورته اشاره کړې.

د یوناما د بیان په یوه برخه کې راغلي، "ملګري ملتونه د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو، د مدني ټولنې د پخوانیو غړو په ګډون د مظاهره چیانو، د رسنیو د کارکوونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او اقلیتونو په وړاندې د وژنو، جبري ورکېدو او د تاوتریخوالي د کارولو په اړه په وروستیو څو میاشتو کې ژوره اندیښنه لري."

یوناما په اسلامي امارت غږ کړی چې دا موضوع وڅېړي او خپلې موندنې دې خلکو ته ورسوي او په راتلونکي کې دې د دا ډول جنایتونو مخه ونیسي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم وايي چې افغانستان باید د بشري حقونو په نړیوالو تړونونو کې ټاکل شوي خپل مسوولیتونه پوره کړي.

د یوناما په وینا، هغه ټولنې چې د ټولو لپاره د بشري حقونو ساتنه کوي، په ځانګړې توګه زیان منونکي اشخاص لکه مذهبي ډلې او اقلیتونه، بې ځایه شوي او معلولیت لرونکي خلک، د بحرانونو د اداره کولو لپاره ډیر انعطاف منونکي او ښه مجهز دي.

یوناما همدا راز ویلي چې دغه سازمان د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د اسلامي امارت د استازو څرګندونې او ژمنې په پام کې نیولي او د دې مسئلې په اړه معقولو خبرو اترو ته چمتو دی او هیله لري چې دا ژمنې به عملي شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه