د کورنیو چارو وزارت په یوې نوي اقدام کې په ولایتونو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیران وګومارل.
د کورنیو چارو وزارت له نشه توکو سره د مبارزې مرستیال وايي چې نویو مدیرانو ته حکم ورکړل شوی دی چې د نشه يي توکو د پلورونکو د نیولو او د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.
نشه يي توکو ته په اسانه لاسرسۍ، په هېواد کې د دې لامل شوی دی چې کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شي.
عبدالقادر چې د پخواني پوځ هغه سرتېری دی چې د نشه یي توکو پر کارولو روږدی شوی. او د یوې اوه کسیزې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري، نوموړی وایي چې له وروستیو بدلونونو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده او د ژوندانه خورا ډېرو ستونزو پر نشو روږدی کړی دی.
بل خوا له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وایي چې دوی توانېدلي دي په څلور دېرشو ولایتونو کې د نشه يي توکو د پېر او پلور مخه ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال هدایت الله هدایت وویل:«له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د ګومارنې بهیر پیل کړی دی. موخه یې د نشه يي توکو له قاچاق او پلور سره جدي مبارزه ده.»
بل خوا یو شمېر هېوادوال په پلازمېنه کې پر نشو د روږدو کسانو له زیاتېدو شکایت کوي.
د رپوټونو له مخې، د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی دی. په وروستیو دوو میاشتو کې د تاجیکستان سرحدي ځواکونو پنځه سوه کیلو ګرامه هغه نشه یي توکو ضبط کړي دي چې له افغانستانه قاچاق شوي وو.
په دې اړه مو اندونه