Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند بشردوستانه مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده

د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هند بشردوستانه مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده.

په دې مرستو کې دوه ټنه روغتیايي توکي شامل دي چې په یوه الوتنه کې له نوي ډهلي کابل ته راولېږدول شول.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت له دې مرستې هر کلی کوي، خو وايي، دا مرسته بسنه نه‌کوي او په روغتیايي برخه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي.

په دې الوتکې کې د دوه ټنه روغتیايي توکو تر څنګ په هند کې له ۶۰ څخه ډېر بند افغانانان هم کابل ته راولېږدول شول.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر په دې اړه وايي: «نن هندوستان یوه اندازه درمل د ملګرو ملتونو روغتیا سازمان له لارې د هېواد له روغتیا وزارت سره مرسته وکړه چې موږ یې هرکلی کوو او له نورو ټولو هېوادونو هم د درملو او تجهیزاتو په برخو کې د مرستې غوښتنه کوو.»

همداراز هند له افغانستان سره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پنځه سوه زره ډوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.

اسلامي امارت تمه لري چې په اوسني کړکېچن حالت کې د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمد‌الله وثیق په دې اړه وايي: «اوس‌مهال افغانستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او خلک هم له ځینو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نورو هېوادونو تر څنګ هند هم دا درک کړه چې اوس د افغانستان خلک مرستو ته اړتیا لري او ورسره مرسته وکړي.»

خو ځینې کارپوهان له افغانستان سره د هندوستان بشردوستانه مرستو پیلول له سیاسي انګېزې لرې نه بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: «هندوستان یو ځل بیا هڅه کوي چې له هرې ممکنه لارې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي او اجازه ور‌نه‌کړي چې سټراټیژیک سیال پاکستان ته ډګر یوازې پرېږدي.»

هېوادوال هم غواړي څو د نړۍ هېوادونه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی عین‌الله وايي: «په دې شرایطو کې باید نړیواله ټولنه او بهرني هېوادونه افغانستان یوازې پرېنږدي، ځکه په هېواد کې بې‌وزلي او غربت دی.»

د کابل ښار اوسېدونکی ظفر خان وايي: «له هغوی زموږ غوښتنه دا ده چې له افغانستان او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، څو د خلکو ستونزې کمې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په راسېدو سره په هېواد کې اقتصادي وضعیت کړکېچن شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه