د ننګرهار د رسنیو مرکز نن یکشنبې (د لیندۍ په ۲۱مه) په یو لړ تویټونو کې وايي چې په دغه ولایت کې د داعش ۸۰ غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان د قومي مخورو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي او د عمومي عفوې په پام کې نیولو سره، تسلیم شوي کسان عفوه شوي دي.
په ننګرهار کې د اسلامي امارتو د ملي امنیت رییس ډاکټر بشیر وايي چې تسلیم شوي کسان د ننګرهار ولایت د لسو ولسوالیو اوسېدونکي دي چې په مشروط ټول بښل شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو د مرکز په ټویټ کې راغلي دي چې تسلیم شوي کسانو پر خپلو کړنو د پښېمانۍ له ښودلو سره ژمنه کړې ده چې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.
ورته مهال قومي مخور وايي که چېرې څوک د داعش وسله والو ته ځای ورکړي، «کور ته یې به یې اور ورته کړو او له هېواده به یې بهرکړو.»