Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امارت د حکومتوالۍ په چارو د مشورې لپاره د علماوو غونډه جوړوي

په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو د نږدې پنځو میاشتو له تېرېدو وروسته، اوس اسلامي امارت وایي چې په حکومت کې د اختلافي مسایلو د حل لپاره اړتیا ده چې په هېواد کې د دیني عالمانو یوه مشورتي غونډه جوړه شي.

که څه هم ذبیح الله مجاهد د دې غونډې د وخت او د ګډونوالو د شمېر په تړاو یې جزیات نه ورکوي، خو وایي چې په دې غونډه کې به پر نورو مسایلو سربېره د ښځو د حقونو په هکله هم بحث وشي.
   
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«ځينې مسایل چې حساس دي یا اختلافي دي او یا خپل ځينې ستونزې لري، په هغې برخه کې ښځې مسایل دي او نور مسایل دي او پرې بحث کېږي او علماوو ته سپارل کېږي چې علما خپله پرېکړه پرې وکړي اسلامي امارت ته خپله وروستۍ پرېکړه وکړي چې امارت د هغه په رڼا کې وکړای شي خپلې پرېکړې وکړي.»

بل خوا د ښځو د حقونو فعالانې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت د اندېښنې په ښودلو سره، ټينګار کوي چې ښځينه دینې عالمانې هم باید دې غونډې ته وبلل شي چې د ښځو د کار او زده کړې د حق په ګډون د ښځو د حقونو په برخه کې د حکومت تر چارواکو د ښځو غوښتنې ورسوي.
       
د ښځو د حقونو فعاله ارمغان ملک زاده وايي:«زه فکر کوم چې دغه غونډه د ښځو له حضوره پرته نیمګړئ ده، زه فکر کوم هغه پرېکړې چې په دغې شورا کې نیول کېږي، نیمګړي دي او نه شي کولای چې اجرايي بڼه ولري.»

د ښځو د حقونو فعاله یعقوبي هم وویل:«که چېرې بیا هم په دغې غونډه کې ښځو ته پاملرنه ونه شي، او د ښځو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، او تل د یوه شعار په چوکاټ کې پاتې شي. زه ډاډه یم چې دا په هېواد کې کړکېچ زیاتوي.»

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي په اوسني وضعیت کې د دغه راز غونډو جوړېدل مهم بولي او ټینګار کوي چې چارواکي باید په حکومت کې د ستونزو د حل لپاره له ټولو لورو سره مشورې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد سنګدل هم زیاتوي:«د افغانستان ستونزه دیني ستونزه یا مسایل نه دي، زموږ بنسټيزې ستونزې، نن او سبا ته د ځواب ویوونکي حکومت نشتون دی. که چېرې طالبان دا ډول غونډې ترسره کړي چې ځان ته مشروعیت ورکړي، زه فکر نه کوم چې دا دې طالبانو، نړۍوالې تولنې او د افغانستان راتلوونکي سیاست ته ګټور وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د مخکیني حکومت په سقوط سره، اسلامي امارت په وار وار د نړۍوالې ټولنې له لوري پر هغه څه چې د ښځو او لږکیو د حقونو نقض بلل کېږي، تورن شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه