Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزپ بورل: له اسلامي امارت سره د اروپايي ټولنې تعامل «مشروط» دی

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل له اسلامي امارت سره تعامل یوه اړټيا ګڼلې او ویلي یې دي چې دغه تعامل به مشروط وي.

بورل په یوې خبري ناسته کې وویل چې له اسلامي امارت سره د تعامل شرط پنځه معیاري دی چې اروپايي ټولنې په سپټمبر میاشت کې ډاګیز کړي وو او اسلامي امارت باید په دې برخه کې پرمختګ ولري.

هغه وویل:«له قطر سره زموږ لیدلوری دا دی چې له اسلامي امارت سره ځينې عملیاتي تعاملات اړین دي، یو ډول وي، خو هغوی ته له هر ډول مشروعیتت له ورکړئ پرته. دا تعامل باید د هغه پنځه معیاري شرط په درشل کې د طالبانو پرمختګ ته مشروط وي چې د سپتمپر په میاشت کې موږ تعریف کړ.»

د روان زیږدیز کال د سپتمبر په درېیمه، د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو په اسلووني کې په یوې غوڼده کې پنځه معیارونه تعیین کړل چې له اسلامي امارت سره د دغې ټولنې د تعامل بنسټ او ستنه ده.

هغه معیارونه چې اسلامي امارت یې باید رعایت کړي، دا دي:

• افغانستان باید د ترهګرۍ پر اډې بدل نه شي.

• بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو، د قانون حاکمیت او د رسنیو ازادۍ ته درناوی.

• د ټول ګډونه او قاعده لرونکي پراخه دولت جوړېدل.

• د اروپايي ټولنې بشرپاله مرستو ته د ازاد لاسرسي د اجازې ورکړه.

• د بهرنیو وګړو او د هغو افغانانو چې له خطر سره مخ دي د خوندي وتلو زمینې برابرول.

بورل ویلي دي چې د افغانستان د وضعیت په هکله یې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره یې هم خبرې کړې دي.

هغه وویل چې قطر د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت په تعامل کې مهم رول لري.

هغه زیاتوي:«لکه څرنګه چې پوهېږئ قطر د افغانستان په تړاو یو سټراټېژیک رول لوبوي. قطر له طالب چارواکو سره زموږ تعامل، خوندي وتلو او د بشرپاله مرستو لېږد اسانتیا برابروي.»

بورل همدارنګه وايي چې اروپايي ټولنه په مرکزي اسیا کې له خپلو شریکانو سره خپلې همکارۍ ته به دوام ورکړي، او زیاته یې کړه چې افغانستان هم په دې برخه کې مهم دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له انساني ناورین سره مخ دی. له بلخوا په هېواد کې د خوراکي توکو بیه په بې مخینې توګه لوړه شوې ده او افغانۍ هم د ډالرو په وړاندې په بې مخینې توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

بورل وویل چې له اسلامي امارت سره د تعامل شرط پنځه معیاري دی چې اروپايي ټولنې په سپټمبر میاشت کې ډاګیز کړي وو او اسلامي امارت باید په دې برخه کې پرمختګ ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه